د فراه والي: دجګړې په ډګر کې مو د بریا هیلې یواځې د بهرنیانو همکاري ته دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۳ فرید افغان)

د فراه نوي ټاکل شوي والي جنرال عبدالبصیر سالنګي نن په دې ولایت کې د میشتو امریکایي ځواکونو له قوماندان سره وکتل او له نوموړي او پرسونل څخه یې د جګړو په ډګرونو کې د لارښونو، هوایي او ځمکنیو جګړو کې د مرستې او د افغان ځواکونو په لاښه روزنه کې د همکاریو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
سالنګي وویل؛ د فراه له مرکز پرته د نږدې ټول ولایت واکمني د طالبانو په لاس کې ده او ددې په خاطر اړتیا ده ترڅو د نړیوالو ځواکونو په سوق اومدیریت پراخ هوایي او ځمکني عملیات پیل کړو، تر څو لږ تر لږه ځینې مهمې نیول شوې سیمې لاس ته راوړو.

په فراه کې د امریکایی ځواکونو قوماندان جنرال “ کري“ بیا د والي څرګندونې پرځای وبللې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
کري وویل؛ فراه ته د افغان کمانډو او ایټالوي محاربو ځواکونو په رسیدلو سره د فراه امنیتي وضعیت څه ناڅه کنترول شوی او د سقوط مخه یې نیول شوې
نوموړي ډاډ ورکړ چې له افغان عسکرو سره به اوږه په اوږه جګړو ته دوام ورکوي او د هغوی په ښه روزنه کې به هم هڅې ګړندۍ کوي.
امریکایي جنرال وویل چې دوی خپل تمرکز په هوایي بریدونو زیاتوي ترڅو له طالبانو څخه نیول شوې سیمې بیرته ونیسي.
نوی والي داسې مهال د امریکایي ځواکونو مرستې ته وردانګي چې په دې ولایت طالبانو د محاصرې کړۍ راتنګه کړې او د طالبانو لومړی خط د ولایت څوکیلومترۍ کې پروت دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button