(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۶) نن د سلواغې شپږويشتمه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکو د وتلو ۲۹ کليزه ده او په دې ورځ ټول روسي ځواکونه له افغانستانه په ماتې منلو سره ووتل.
شوروي ځواکونه په ۱۳۵۸کال کې افغانستان ته راننوتل او په افغانستان يې پوځي يرغل وکړ.
روسانو په افغانستان کې له نهوو کلونو تېرولو سره ډېرې ورانۍ، ويجاړۍ جوړې کړې، په هېواد کې يې هر ډول وسلې وکارولې، د يو ميليون څخه زيات افغانان يې شهيدان کړل، په همدومره شمېر کې معلول او معيوب شول، نږدې اووه ميليونه هېوادوال نورو هېوادونو ته کډوال شول خو بيا هم افغانانو خپل همت له لاسه ورنه کړ او د روسانو پرضد يې جهاد ته ملا وتړله او سخت مقاومت يې وکړ، چې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې يې دې ته اړ کړې چې د ۱۳۶۷ لمريز کال د سلواغې په ۲۶ نېټه په ماتې منلو سره له هېواده ووځي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د شوروي اتحاد د يرغل په نهو کلونو کې له څوارلس زرو څخه زيات روسي پوځيان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.
افغانان د سلواغې ۲۶ د بري د ورځې په نوم يادوي او په همدې ورځ هر کال د حکومت له لوري رسمي رخصتي اعلانېږي.
اوس مهال په افغانستان کې د نږدې شپږويشت هېوادونو پوځيان پراته دي او د دغې هېواد ازادي يې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

















