امریکا: په مخامخ ډزو کې تر ۲۰ ډیر کسان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۶ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د امریکا په فلوریدا ایالت په یوه ښوونځي کې ډزې شوې او ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
.
د ښوونځي یو استاد رسنیو ته ویلي؛ ښایي بریدګر د ښوونځي پخوانی زدکونکی وي.
که څه هم د برید د وژل شویو شمیر په لومړیو کې ۳ تنه وه خو دا شمیرې اوس تر ۲۰ پورته شوې او لسګونه نور ټپیان دي چېاټکل کیږي د ځینو سختو ټپیانو له امله د وژل شویو شمیرې نورې هم لوړې شي.
امریکایي ولسمشر د پیښې په تړاو د وژل شویو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې.
د یادونې وړ ده چې له ۲۰۱۳ کال وروسته امریکا کې پر ښوونځیو ۲۹۱ بریدونه شوی، چې کابو هره اونۍ یو برید شوی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button