(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۶) افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يوناما وايي، تېر کال په هېواد کې د جګړو، چاودنو او بمباريو له کبله لس زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يوناما په تازه خپاره کړي راپور کې ويل شوي، د وړم کال په پرتله تېر ۲۰۱۷م کال کې ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په تلفاتو کې نهه سلنه کموالی راغلی دی.
د يوناما په راپور کې ۴۲ سلنه ملکي تلفات طالبانو ته منسوب شوي، لس سلنه داعش ډلې ته او ديارلس سلنه نا مشخصو حکومت ضد ډلو ته منسوب شوي دي.
دغه راز په راپور کې، دوه ويشت سلنه ملکي تلفات افغان ځواکونو، يو سلنه په افغانستان کې ميشت نړيوالو ځواکونو او يو سلنه حکومت پلوه وسله والو ته منسوب شوي دي.
که څه هم په راپور کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د پام وړ زياتوالی ښودل شوی خو زياتوي چې په تېر کال کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د ټولو ملکي تلفاتو شپږ سلنه برابرېږي.
راپور زیاتوي، د تېر په پرتله بيا هم ښځو او ماشومانو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې چې په وينا يې په ۲۰۱۷م کال کې درې سوه پنځوس مېرمنې وژل شوي او اته سوه پنځه شپېته ټپيانې شوي چې پنځه سلنه يې مرګ ژوبله لوړه شوې ده.
د راپور له مخې، اته سوه يو شپېته کوچنيان وژل شوي او دوه زره درې سوه اتلس نور ټپيان دي چې د وړم کال په پرتله لس سلنه زياتوالی ښيي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي ياماماتو ملکي افغانانو ته په مرګ ژوبلې اوښتو اندېښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم په وروستيو کې د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو، ملکي ميشت ځايونو کې د دولتي ځواکونو په عملياتو کې زياتوالی راغلی چې تر ډېره پکې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو بيا هم د ملګرو ملتونو ادارې د ملکيانو په زياتې مرګ ژوبلې اوښتو طالبان مسوول بللي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو وړم کال ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه د يوناما راپور يې ناسم او دوی ته د ملکي تلفاتو منسوب شوې شمېرې يې لوړې بللې وې.
بايد وويل شي، چې د ملګرو ملتونو يوناما دفتر له هغو سيمو دقيق معلومات نه ترلاسه کوي په کومو سيمو کې چې د امريکايي بمباريو، بې پيلوټه بريدونو او شپنيو عملياتو کې ملکيان په نښه شوي وي.

















