راپورتاژ؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۶ فرید افغان)
تیره ورځ طالبانو امریکایي ولس او د کانګرس سوله خوښو غړیو ته په ۲۵۰۰ کلمو جوړ اوږد لیک واستاوو، او خپله پالیسي، د روانې جګړې سپیناوی او د راتلونکو عواقبو په اړه یې اړینې خبرتیاوې ورکړې.
طالبانو دا لیک داسې مهال رسنیز کړ چې د افغانستان جګړه ترټولو پیچلي پړاو ته ننوتلې او په همهاله توګه په امریکایی ولس او د کانګرس په غړیو کې یې پر وړاندې مخالفتونه راپاریدلي دي.
له دې سره سره امریکایي استخباراتو په راتلونکي کال کې د لا خونړیو جګړو خبر ورکړی چې زیان به یې د ښکیلو غاړو سربیره ولسي خلکو ته تر ټولو زیات وي.
د طالبانو وروستي وضاحت لیک به لویدیځو مطبوعاتو کې د سر موضوع ګرځیدلې او ډیری ورځپانه لیکونکو اټکل کړی چې د لیک د محتوا ترمخه چې پرګڼو حقایقو پوښل شوې ښایي پر امریکایي ولس کې ګڼې ناندرۍ راوپاروي هغه څه چې امریکا او افغان حکومت یې له رسنیز کولو ویره درلوده په دې لیک یاد شوي دي.
رویټرز خبري اژانس په لویو ټکو د طالبانو دلیک دا برخه را اخیستې چې “دا لیک پر دې دلالت نه کوي چې ګواکې طالبان کمزوري شوي بلکې موږ تر پخوا څو چنده قوي شوي یو، خو دا مو د منطق له مخې یو حل لاره وبلله “
رویټرز ته د ناټو ځواکونو یو ویاند تام ګریسک ویلي؛ دطالبانو لیک اګر که تر ټولو ښه سپیناوی او خبرتیا ده خو د هغوی وروستیو لویو حملو هم یوځانګړی پیغام درلود چې یاده ډله هیڅکله تسلیمیدلو ته تیاره نه ده.
رویټرز زیاتوي؛ طالبانو ګواښ کړی چې که دنړۍ ټول قوتونه هم پرې برید وکړي دوی به له خپلې خاورې دفاع کوي.
د ټلګراف ورځپاڼې بیا زیاته کړې چې خط داسې مهال رسنیز شوی چې تاکل شوې ده جنرال نیکولسن به په نږدې ورځو کې د افغانستان ختیځو ولایتونو ته یو سفر وکړي ترڅو هلته په میشتو وسلوالو د بریدونو د زیاتوالي په موخه له ځایی چارواکو سره مشورې وکړي.
ورځپاڼې د طالبانو د وینا اوږد متن را اخیستی او په غټو تورو یې د لیک داجمله لیکلې“
امریکايي ولسه! تاسو چې په نړۍ کې د یوه پرمختللي او متمدن ولس دعوه لرئ، دا چې په افغانستان تپل شوی حکومت ستاسو لخوا رامنځته شوی مونږ یې په اړه قضاوت هم تاسو ته پریږدو، چې تاسو د خپل منطق او ضمیر له مخې دغه نظام او په هغه پوري تړلي تغیرات، نا امني، لا قانونیت او د مخدره توکو په تولید کې ۸۷ سلنه زیاتوالی اصلاحات بولئ او که د بشر ضد جنایات؟“
د سما ټوډي ورځپاڼې هم د طالبانو لیک ته په اشارې سره ویلي چې یاد لیک په مختلفو ابعادو رانغښتل شوی او امریکایي ولس ته واضح پیغام دی چې دا ډله غواړي د جوړجاړي له لارې یوې توافقنامې ته ورسیږي او زیاتوي چې طالبانو ویلي چې د سیمې هیوادونو ته به هیڅ ستونزې نه را ولاړوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم ددې لیک مهمې برخې را اخیسې د دولت پر کفایتی، د مخدرو توکو د کرکیلې پرزیاتیدو او د امریکایانو د نه وتلو په صورت کې د طالبانو له خوا اوږدمهالې جګړې ته د تابیا خبرې یې مهمې بللې
سي ان ان، نیویارک تایمز او ګڼو نورو لویدیځو تلویزوني چینلونو، ورځپاڼو او ویبپاڼو د لیک د ارزښت له امله یاد لیک د خبرونو په سریزه کې راوړی او پرځای اقدام یې بللی دی.
لویدیځو مطبوعاتو خبر ورکړی چې ښایي یاد لیک په امریکا کې تر تولو ډیر ولوستل شي ځکه چې په وینایي لیک د هغوی لپاره وړاندې شوی دی.
خو د لیک په تړاو افغان حکومت بیا بل غبرګون درلود، سره له دې چې په لیک کې له افغان حکومت سره د سولې هرډول خبرې رد شوې او هغه د یو ( لاسپوڅي او ګوډاګي) دولت په توګه یاد شوی خو د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي چې د هغو طالبانو سره چې امریکایانو او افغان عسکرو پر وړاندې جګړه نه کوي سولې ته چمتو دي، خو د وروستیو حملو د ترسره کونکو سره به کله هم سوله ونه کړي.
په امریکا کې د افغان دولت سفیر بیا د امریکایانو د ذهنیت بدلولو په خاطر دا لیک د امریکایانو د وروستیو حملو څه د دې ډلې د ویرې سبب بللی خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا دمحب له څرګندونو وروسته د دط اعلامیې دا برخه را اخیستې چې“ که سل کاله نور هم د زور کارول تجربه کړئ او سل نوري نوي ستراتیژۍ تجربه کړئ نتیجه به یې بیا هم همدا وي لکه تاسي چي د ټرمپ د نوي ستراتیژي تیري شپږ میاشتي ولیدي“
م
د لیک تر خپریدو وروسته د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو په ګډخبري کنفرانس کې خبر ورکړ چې د طالبانو پر وړاندې د بهرنیانو په ملتیا د سختو جګړو چمتوالی لري خو کرزي بیا وویل چې
امریکا دلته د څو طالبانو لپاره نه، بلکې د سترو موخو لپاره حضور لري
نوموړي زیاته کړه چې ، امریکا یوازې د څو بې وسلې طالبانو لپاره په افغانستان کې حضور نه لري، بلکې په سیمه کې د خپلو سترو رقیبانو لپاره اډې جوړوي او طالبان هسې یوه سنبولیکه بهانه ده .
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د ګارډین ورځپاڼې لیکلي و، چې د طالبانو وروستی لیک د امریکا پر هغه ځای ګوزار دی چې ډیر درد لري.
دا چې امریکایي چارواکی به رسما دې لیک ته کوم غبرګون ښیي او امریکایي ولس به یاد لیک ته کوم ارزښت ورکړي کنه راتلونکو ورځو کې به څرګند شي .
خو لیک په لویدیځو هیوادونو کې پراخ رسنیز پوښښ خپل کړی او ښایي امریکایی چارواکو ته سرخوږی جوړ کړي
















