یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د طالب جان خط

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 15, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
410
ځلې شریک شوی
450
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

ډاکټر جمال الدین پارسا
امریکایي رسنیو کې لویه هنګامه ده. ته وا میډیایي سونامي راپاڅېدلې، له سي این این تر سي بي ایسه، له فاکس نیوز تر واشنګټن پوسټه او ها پلو له ګارډین تر ټیلګراف او بي بي سي پورې. که د اخبار سرخط دی یا د ټیلویزیون ګردی میز، د هغه لیک داستان یې رانښلولی چې تېره ورځ د آسیا له یوه غریب هیواد افغانستان څخه د یوه ځوریدلي ملت په استازیتوب د امریکایي اولس په ادرس لیږل شوی دی.
دا چې په لیک کې څه لیکل شوي، اندازه یې له دې پراخ انعکاس او میډیایي هنګامې څخه لګولی شئ.که د لیک په ټوله منځپانګه غږیږو، شاید دا مقاله یې د احتوا تاب ونلري. خو دا چې طالبان له منظم او پایدار نظامي مقاومت سره سره اوس داسې توپاني او په تول پوره لیکونه هم صادروي، نو ماته یې هغه د پخوانیو لیکونو خبره رایاده کړه چې ویل کیدل به:
چې خط دې نه و، خط دې نه و
چې خط دې راغی، خط دې راغی
د طالبانو لخوا په داسې حساس وخت کې، د داسې مستدلل او منطقي لیک لیږل او د امریکایي دموکراسۍ اساسي ستون( ګانګریس او عام خلک) ورباندې مخاطب کول له شک پرته د طالبانو په سیاسي بلوغ او نبوغ ګواهي ورکوي.
پخوا طالبان د یوې سرسخته او نه ماتیدونکې جنګي ډلې په حیث پيژندل کیدل. مګر د تازه لیک په شمول د هغوی وروستي سیاسي مانورونه او ابتکارات په دې دلالت کوي چې دغه خوځښت پوخ سیاسي بنیاد او د حساب وړ فکري عقبه لري او هره خبره او مدعا یې د قوي منطق په پایو استواره ده.
دا چې د طالبانو وروستی لیک په معاصر سیاست بازار کې ولې دومره دروند وتلل شو ځینې ځانګړنې یې درشمیرو.
لومړی: د طالبانو د لیک مخامخ مخاطب او مرسل الیه د امریکا اولس دی. هغه اولس چې کانګریس یې سیاسي استازیتوب کوي. امریکا چې په اوس وخت کې د دموکراسۍ تر ټولو پخوانۍ او مشهوره بیلګه بلل کیږي، د واک اصلي محور یې د اولس رایه او نظر دی. په امریکا کې یو نیم میلیون مدني ټولنې فعالیت لري چې دا د اولسي ځواک یو بې سارې بیلګه ده. په دغه وړ حکومتي سیستمونو کې د اولس د افکارو توجیه سیاستونه بدلولای شي. طالبانو د امریکا داولس او ولسي استازو په مخاطب کولو سره په اصلي ځای وار وکړ نو ځکه یې پایله هم تر توقع لوړه وه.
دوهم: طالبانو د خپل لیک لپاره خورا دقیق وخت انتخاب کړ، په داسې حال کې چې د ټرمپ په ستراتيژۍ څو میاشتې اوړي. خو په افغانستان کې لا هم جګړه له بن بسته نه ده وتلې او په امریکا کې دجګړې د دوام په اړه پراخې پوښتنې او اندیښنې راپاریدلې دي.طالبانو د دې لیک په استولو سره په امریکا کې د جګړه اړوند بحث نور هم تود کړ، او په قوي دلائلو سره یي امریکایانو ته وفهموله چې د افغانستان په اړه د ټرمپ او نورو جنګ غوښتونکو محاسبات اساسي کمزورۍ لري.
دریم: د لیک بله ځانګړنه داده چې طالبانو د جګړې له ډګره د منطق او استدلال ژبه کارولې، هغوی د ټرمپ په شان جنګ غوښتونکې لفاظي نه ده کړې او نه هم د احساساتو څپو په مخه کړي. د طالبانو لیک له سره تر پایه د منطق او استدلال په کرښه روان دی.
په اوس زمانه کې چې د خلکو ذهني سطحه لوړه ده، که د هرې موضوع اړوند قناعت بښونکی استدلال واوري نو که په مخامخ یا شعوري توګه قناعت ونه کړي هم، لاشعور یې قانع کیږي او په ناخودآګاه ډول حقائقو ته د تسلیم سر ټیټوي.
طالبانو په افغانستان کې د امریکا د اوولس کلنې بوختیا ګټه او تاوان په خورا دقیق ډول ارزولې او بیا یې په قوي دلائلو ثابته کړې چې امریکا د افغانستان په جګړه کې یوازې تاوان کړی او که له دې جګړې ځان ټول نکړي نو تردې څو چنده نور زیانونه هم ورپیښیدلی شي.
څلورم: طالبانو په افغانستان کې دجګړې د پای ته رسولو او د ستومانه اولس د هوساینې لپاره خپل موقف په روښانه ټکو وړاندې کړی دی. او دا یې ثابته کړې چې دوی کومه سطحي جنګه ډله نه، بلکې د یوه ملت استازی سیاسي ځواک دی. طالبانو د افغان اولس د دیني او ملي ارادو د ممثل ځواک له موقفه له امریکا سره د داسې تفاهم لپاره امادګي ښودلې چې دافغانستان د ازادۍ او دلته د یوه معیاري نظام د جوړیدلو سبب شي.
د طالبانو وروستی لیک او په هغه کې څرګند شوي مواقف د ډیر اهمیت وړ دي. تر دې که د سولې لپاره واقعي اخلاص موجود وي همدغه لیک د سولې د یوه رښتیني بهیر پيلامه او لومړۍ خښته کیدلای شي. همدې اهمیت ته په پام سره هغه افغانان چې په امریکا او دنړۍ په نورو هیوادونو کې اوسي د دې لیک د انګریزي متن د تشهیر او نشر لپاره باید دخپل توان په اندازه کار وکړي او په خاص ډول په امریکا کې باید د ټولنیزو رسنیو له لارې سپانسر او نشر شي تر څو د امریکا ټولو خلکو ته ورسیږي او د افغانستان دستونزې په حل کې کومک کوونکی واقع شي.

لوی ټکي: افغانستانامریکاجګړهد طالبانو لیکسولهطالبان
مخکینې مطلب

ناټو: د طالبانو سره دخبرو له لارې د نیواک پای ته رسولو پلان نه لرو

بل مطلب

روسان مات شول؛ امریکا نه ماتېږي؟/ هېواد ریان

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com