روسان مات شول؛ امریکا نه ماتېږي؟/ هېواد ریان

نیمه پېړۍ مخکې روسیه د اوسنۍ امریکا په شان د نړۍ استعماري هېواد و. د روسیې مستعمره هېوادونه له اوسنۍ امریکا ډېر وو. روسیې منځنۍ اسیا، د اروپا ځینې سیمې او خپل نږدې گاونډیان یې ټول مستعمره کړي وو.

د روسیې د استعمار ماتېدل هغه وخت یو خوب و، چې هېچا یې د ماتې اټکل نه شو کولی. روسیې پر خپلو مستعمرو بسنه ونه کړه او پښې یې افغانستان ته هم را اوږدې کړې. له لس کلن استعمار وروسته روسیې په افغانستان کې بشپړه ماتې وخوړه او د افغانانو د دوه نیم میلیونه خلکو د قربانۍ له امله ټولو هېوادونو ترې ازادي واخیسته. شوروي اتحاد یوازې روسیه پاتې شوه او ټول پوځي ځواک، مستعمرې، خاوره، اقتصاد او هر څه یې له لاسه ورکړل، چې خلک یې یوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو ته حیران دریان پاتې شول.

ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او یو شمېر نور اسلامي او کفري هېوادونه د روسیې له استعمار خلاص شول. اوس ځینې بشپړ خپلواک او ځینې اوس هم د روسیې تر اغېز لاندې دي؛ خو بیا یې هم خپلواکي واخیسته او روسي ځواکونه یې له خاورې ووتل.

د روسیې له ماتې وروسته امریکا د نړۍ قدرتمند هېواد شو او اوسنۍ امریکا د روسیې پېښې پیل کړې او د نورو هېوادونو په ایل کولو یې پیل وکړ. امریکا له دې وړاندې په ویتنام کې ماتې خوړلې وه؛ خو په ۲۰۰۱ ز کال کې یې پر افغانستان یرغل وکړ او دلته یې یو بشپړ اسلامي نظام ړنگ کړ.

د افغانستان په جگړه کې امریکا له ځان سره د نړۍ نور وحشيان هم ملگري کړل او د ۱۵۰ زره پوځیان یې د افغانانو وژلو لپاره افغانستان ته راولېږل. امریکا د القاعدې، مخدره توکو او نړۍ ته د گواښ په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ؛ خو اوسني حقایق په افغانستان کې سرچپه دي. نه نړۍ له گواښه خلاصه شوه او نه په افغانستان کې مخدره توکي ورک شول.

له القاعدې نه وروسته نورې جهادي ډلې پیدا شوې او کمزوري طالبان اوس ټولې نړۍ وپېژندل. امریکا یوازې پر افغانستان بسنه ونه کړه او عراق ته یې هم لاس اوږد کړ. د صدام حسین نظام یې ړنگ کړ؛ خو یو جوړ او د قوي عراق پر ځای یې عراقیانو ته یو کنډواله او گوډاگی نظام په میراث کې پرېښود، چې اوس د خپلو سیمو ساتنه هم نه شي کولی او ځینې سیمې یې د خپلواکۍ اخیستلو شعارونه بدرگه کوي.

د امریکا او روسیې شعار سره توپیر درلود. روسانو ټوله نړۍ خلقیان، کمونیستان او پرچمیان کول او د مارکس او لینین شعارونه یې ورکول؛ خو امریکا بیا د بیان ازادي، ډیموکراسي، بشري حقونو او نورو ډنډورې غږوي؛ خو خپله یو شي ته هم قایل نه دي.

د افغانستان د یرغل پر مهال هم نړۍ دا فکر نه کاوه، چې امریکا به په افغانستان کې ماتې وخوري او خړې سترگې به د افغانستان له خاورې ووځي؛ خو اوسني حقایق ټولو ته ښکاره دي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او نوره د پښو سپکولو په لټه کې ده.

امریکا دلته د عراق لوبه تکرار کړه او د داعش ډنډوره یې نړۍ ته وغږوله؛ خو د طالبانو پوره چمتووالي داعش سره پورته کولو ته پرېنښود او دغه پروژه یې ژر شنډه کړه.

نن چې د روسانو د وتلو ورځ ده، یو ورځ به داسې هم راشي، چې امریکا او ناټو له افغانستان نه په بشپړ ډول وتلي وي او دلته یو سوچه، اسلامي او افغاني نظام راغلی وي او د میلیونونو خلکو هیلې پوره شوي وي.

امریکا به په افغانستان کې د روسیې په برخلیک اخته کېږي او ماتې به یې حتماً موږ په خپلو سترګو وگورو. خو بېړه به نه کوو، ځکه موږ چې شپاړس کاله انتظار وکړ؛ نو له یو کال انتظار نور هم کولی شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button