(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۶ فربد افغان)
ولسمشر غني نن په یوه خبري کنفرانس کې چې د شوري د شکست اړوند رابلل شوی و، پر مختلفو بحثونو خبرې وکړې او له ملت څخه یې د یو موټي کیدلو غوښتنه وکړه.
ولسمشر وویل؛ افغانانو په میړانه شوروي رژیم ته ماتې ورکړه او له ښکیلاک څخه یې په خورا جسارت سره خپله خاوره دتل لپاره د هغوی له اغیز څخه وساتله.
د غني په وینا چې اوس پر افغانانو هغسې لازمه ده چې د هغو وسلوالو پر ضد ملي قیام وکړي څوک چې د افغان ملي پوځ او د هغو د تمویلونکو او مرسته کونکو پر ضد جنګیږي .
ولسمشر همداراز وویل؛ هغه حکومت هیڅکله قانوني حیثیت نه لري چې ۵ میلیونه مهاجرین یې په بهر کې ژوند کوي.
نوموړي اعتراف وکړ، چې یو شمیر خلک له حکومت څخه ملاتړ کوي خو حکومت یې هیڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
غنی یو ځل بیا ګواښ وکړ چې د بهرنیانو په مرسته او کومک به وسلوالو مخالفینو ته داسې ماتې ورکوي لکه افغانانو چې روسانو ته ورکړه.


















