سوریه: د امریکایانو په بمبارۍ او د ډیپو په چاودنو کې لسګونه روسان وژل شوي دي

وړاندې د بلومبرګ ورځپاڼې د دو روسي سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې په دې بمبارۍ کې د روسیې ۲۰۰ ځانګړي اجیر نظامیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۲۳۹۶ سلواغه ۲۶ فرید افغان

د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې په احتمالي توګه منلې چې د سوریې په دیر الزور ښار کې یې د امریکایانو په بمبارۍ کې ۵ تنه اتباع وژل شوي دي.
د«اسکای نیوز» د خبر ترمخه؛ نوموړې په یاده بمبارۍ کې د لسګونو او سلګونو روسانو د وژل کیدو خبر بې اساسه بللی دی.
تر دې وړاندې د بلومبرګ ورځپاڼې د دو روسي سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې په دې بمبارۍ کې د روسیې ۲۰۰ ځانګړي اجیر نظامیان وژل شوي.
د بلومبرګ په وینا وژل شوي د“واګنر“په نامه د یوې روسۍ کمپنۍ اړوندان و، معلومه نه ده چې یاد شرکت خپل افراد د روسیې د دولت په رسمي غوښتنه راوستلي، او که هغه شرکت په دې هیواد کې ځانګړی فعالیت ترسره کوي .

بل پلو د اسپونتیک خبري اژانس خبر ورکړی چې په همدې دیر الزور ښار کې د روسیې ۱۵ اجیر نظامیان چې د یو خصوصي شرکت پورې تړلي و د وسلو په ډیپو کې د یوې لویې چاودنې له کبله وژل شوي دي.
اژانس ویلي، چاودنه د تلک-ماین له کبله رامنځته شوې او ډیپو په ټولییزه توګه له منځه تللی دی.

په عین حال کې په دې هیواد کې د ترکیې عملیات هم روان دي، ترکیه ادعا کوي چې د عملیاتو له پیل بیا تر اوسه یې تر ۱۵۰۰ ډیرې کردي ملیشې چې امریکا یې اکمال کوي، له منځه وړي.
روسیې پر امریکا غږ کړی چې د کرد وسلوالو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي کنه په سیمه کې به له ترکیې سره ونښلي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button