(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۲۸ فرید افغان)
د اناضول خبري اژانس د خبر ترمخه؛ برما ته د کاناډا له خوا یو ځانګړي استول شوي استازي په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې چې دمسلمانانو سلګونه کلي یې لیدلي چې د برمایي پوځیانو له خوا نړول شوي او له منځه وړل شوي و.
نوموړي ویلي؛ لا هم د دې هیواد پوځیانو د مسلمانو لګکیو پر وړاندې خپل ظلمونه روان ساتلي او په براخه کچه وژنې او ورانی لا هم روان دی.
د استازي په خبره زرګونه کورونه نړیدلي، ځینو ته اورونه اچول شوي، کښتونه له یوې مخې سوځیدلي او لوی ناورین رامنځته شوی دی.
د میانمار دولت ځینو بهرنیانو ته اجازه ورکړې چې په راخین ایالت کې د مسلمانانو له میشت ځایونو د هوا له لارې لیدنه وکړي ، ځکه دا هیواد هیله لري تر څو نړیوالو ته وښایي چې د بنګلادیش هیواد ته د شړل شویو سلګونو زرو روهنګیایي مسلمانانو د بیرته راګرځولو پلان لري.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او امریکا د میانمار پوځ په ټول وژنه تورن کړی او د دې لړۍ د مخنیوي غوښتنه یې کړې.
باید وویل شي چې، په دې وروستیو کې برما او بنګلادیش یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې سلګونه زره مظلوم مسلمانان بیرته خپلو خونو ته ستانه شي، خو د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي چې د مسلمانانو خپلې خونې په یو مخیزه توګه له منځه تللې او په بنګلادیش کې یې هم ښایي موسمي بارانونه سخت وځپي
د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر“فیلیپو ګراندی“ ویلي؛ تر ۱۰۷ روهنګیایي کډوال په داسې سیمو کې میشت دي چې د سیلاب او ځمک ښویدنې خطر لري او که پر وخت یې غم ونه خوړل شي له لویي انساني فاجعې سره به مخ شو.
له تیرکال راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره مسلمانان د راخین له ښارګوټي شړل شوي او تر ۱۰ زرو ډیر وژل شوي دي چې اوس په بنګلادیش هیواد کې د کډوالۍ بدې ورځې شپې تیروي.
















