(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۸ فرید افغان)
د سیمیزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معلوماتو تر مخه؛ د لغمان، کندوز، میدان وردګ، سمنګان، او لوګر ولایتونو ته نوي والیان ټاکل شوي دي.
(کابل تکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۸ فرید افغان)
د سیمیزو ارګانونو د ادارې په خبرپانه کې راغلي چې؛ دبادغیس پخوانی والي انور خان اسحاق زی د لوګر ولایت د والي په توګه، د فراه پخوانی والي ډاكتر شاه جهان د میدان وردګو ولایت ته د والي په حیث، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د کندوز د والي په توګه او عبد اللطیف ابراهیمي د سمنګانو ولایت ته د والي په حیث لیږل شوي .
همداراز د فراه بل پخوانی والي اصف ننګ د لغمان ولایت د والي په توګه ټاکل شو دی.
د یادونې وړ ده چې په ټاکل شویو والیانو کې یواځې دوه تنه نوې څیرې دي نور ټول پخواني افراد دي چې په کمزوري مدیریت، اداري فساد او اخلاقي ستونزو تورن وو.
دا په داسې حال کې ده چې د ګډحکومت اداره له شاوخوا دوو میاشتو وروسته لا هم نه ده توانیدلې چې دبلخ ولایت لرې شوی والي له دندې لرې او پرځای یې نوی والي دنده ترسره کړي.
نوموړی له دې سره سره د ارګ په ګډون ټولې دولتي ادارې ته ګواښونه کوي خو تر اوسه یې حکومت پر وړاندې په هیڅ متقابله کړنه نه دی توانیدلی.

















