ناکام حکومت او ناکام فرمانونه !!
ليكنه : طیب اڅکزی
تقریبا دوې میاشتې مخکې د بلخ والي عطا محمد نور د ولسمشر غني په فرمان معزول اعلان سو لیکن نوموړي یې په غبرګون کې عکس العمل ښکار کړ،او د ولسمشر فرمان يې هیڅ وباله.
د عطا محمد نور غیري قانوني فعالیتونه درېیمې میاشتې ته ننوځي چي د سمنګان والي عبد الکریم خدام د ولسمشر لخوا معزول اعلان سو لیکن نوموړي د عطا پر پل قدم کېښود وچ کلک انکار یې وکړ، او وایي چي زه د خلګو په خوښه همدې رتبې ته راغلی یم نه د حکومت په فرمان نو ځکه دلته د حکومت حکم بېـځایه او هیڅ بولي.
دا هر څه په داسي حال کې کیږي چي اولس هم له حکومته خوښ نه برېښي، نو آیا دا حکومت ناکام نه دی، چي خپل یو والي له دندې نه سي ګوښه کولای ؟
څنګه به د دې لوی او پراخ هیواد ساتنه وکړي؟
او څنګه به د هیواد په لیري پرتو او سرحدي سیمو کې خپل فرمانونه نافذ کړي؟
که چیري د طالبانو وتحریک ته نظر وکړو چي طالبانو په ډیره لنډه موده کې د ۲۴ ولایتونو والیان لیري کړل او نور یې پر ځای وټاکل،
او هر والي په ډیره خوښۍ، اخلاص او درانه استقبال سره خپله دنده نوي والي ته وسپارله،
دلته دا هم جوته سوه چي طالبان تر حکومت په نظم ونسق ښه پوهیدونکي، امر نافذونکي او فرمان منونکي دي.
لیکن حکومت په دې هر څه کې پړ دی نو ځکه وایم چي هم حکومت ناکام دی او هم یې فرمانونه ناکام دي.



