(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۳۰ فرید افغان)
د جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې د ارګ له خوا د سمنګانو د والي د لرې کولو پریکړه ناسمه بللې او هغه یې رد کړې ده.
جمعیت ویلي چې د والي د لرې کولو پریکړه له شوې توافقنامې سره په ټکر کې ده او دوی یې ځکه نه مني چې د سمنګانو خلک له والي څخه خوښ و، او د والي پرضد هیڅ کوم شکایت نه و، ثبت شوی.
د جمعیت په خبره؛ ارګ دې د جانکري په منځګړتوب هغې توافقنامې ته چې له مخې یې باید هر لوری( ۵۰ سلنه) نیم واک ولري درناوی وکړي او د والي لرې کول له ترسره شوې موافقتنامې څرګنده سرغړونه ده.
د جمعیت اعلامیه وایي؛ ارګ د توافقنامې ترمخه په اساسي قانون کې د تعدیلاتو ژمنه، د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره کول، د تذکرو د ویش پیل د پارلمان د پریکړې سره سم، د پارلماني ټاکنو پر خپل وخت ترسره کیدل، په انتخاباتي کمیسیونونو کې اصلاحات او تر دوو کلونو وروسته د لویې عنعنوي جرګې راغوښتلو په ګډون هیڅ هم نه دي ترسره کړي، چې باید ترسره شوي وای.
جمعیت ګوند ارګ د واک په انحصار تورن کړی او په خبره یې چې هره کړنه یې له تعصب ډګه ده.
جمعیت ویلي؛ ارګ لا ورسره دبلخ موضوع نه وه حل کړې چې د بل والي د ګوښه کولو امریې صادر کړ.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د جمعیت ګوند د حکومت یو طرف دی او پر همدې اساس د سمنګانو د والي د لرې کیدلو پریکړه ناسمه او د سمنګانو د خلکو په تائید سره یې
ردوي
جمعیت له علماؤ، مدني ټولنو او نړیوالو غوښتي چې ارګ دې خپل سریو ته نه پریږدی او د توافقنامې ترمخه دې حکومتولي مخته یوسي کنه نو وضعیت به لا پیچلی شي.

















