چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اشغال د ټولو فتنو مور ده

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
فبروري 19, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
225
ځلې شریک شوی
117
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : ابن مبارک احمدزی

نن که د دموکراسۍ تر چتر لاندې هر ډول جنایات ترسره کېږي ریښه یې مستقیماً اشغال ته رسېږي.هرې فتنې چې وده کړې د اشغال په رڼا کې یې کړې او هر نوی روحاني او معنوي ناروغي چې زموږ په مؤمنه ټولنه کې ظاهره شوې لامل یې اشغال دی.یوویشتمه پېړۍ سره له دې چې د پرمختګ،سیاسي نبوغ،ساینس،ټکنالوژۍ،اختراعاتو،اکتشافاتو او نورو سترو تحولاتو پېړۍ ده؛خو په څنګزن کې د اسلامي امت او په ټوله کې د بشریت له پاره د فتنو او فسادونو یو ډک پېر هم ګڼل کېږي.اسلامي امت له پیل نه تر پایه په فزیکي او مادي برخه کې که زیان لیدلی هم دی پر عمومي وضعیت او مورال یې د پام اغېز نه دی ښندلی خو امت هغه مهال د مظلومیت پر لور روان شو چې د معنویاتو د پېژندګلوۍ له ترمینالوژۍ سره یې واټن واخیست،اسلامي او فقهي ګړنو سره یې مینه لږه او پیکه شوه او پر مادیاتو یې اتکا وکړه.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

اسلام راغی تر څو ټول جاهلانه نظامونه،زاړه او خوسا شوي قوانین لغوه کړي او پر ځای یې د الله تعالی سپېڅلی قانون او نظام پر پښو ودروي.انسانان د انسانانو له غلامۍ او بنده ګۍ نه خلاص کړي،د بوتانو،مذهبي منحرفو مشرانو،ظالمو حاکمانو او ټولو زورواکو زور او زیاتی ور ختم کړي.او ټول انسانان پرته له کوم نژادي توپیر،ژبني تفاوت،کورني او طبقاتي امتیاز د خدای پاک بندگان وګرځوي.قانون جوړول او تشریع چې یوازې د ستر څښتن حق دی او انسانانو هغه حق ځانته اخیستی له هغوی څخه بېرته واخلي.

اسلامي امت او د امت هر فرد باید په طبیعي ډول داسې یوې نړیوالې،اوږدې او پراخې مبارزې له پاره ځان چمتو کړي تر څو له ټولې بشري نړۍ څخه د کفر او ضلالت کثافات لرې کړي او ټوله نړۍ د یوې عقیدې له مخې تر یو الهي بیرغ لاندې یو موټی وګرځوي.دوی اړ دي چې د خپل ژوند تر پایه پورې د ټولو غیر اسلامي نظامونو د ختمولو او یوازې د الله تعالی د دین د حاکمیت او تسلط په خاطر یا د فتنې او فساد د ګردونو انواعو پر ضد نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړي.

امریکا په افغانستان یرغل وکړ،دا یرغل هر اړخیز و،نو ځکه خو یې وکولی شول په ډېر لږ وخت کې د خلکو ذهنونو ته د تروریزم له پاره ځای ځایګی ومومي،چې همداسې وشول هم،نن د هر دموکرات او بې دین په خوله سپېڅلي جهاد ته تروریزم نوم ورکول کېږي،دا چې افغانستان یو له درېيمه نړۍ هېوادونو څخه شمېرل کېږي نو طبیعي ده چې د خلکو سیاسي شعور به هم ټيټ وي،دلته له بده مرغه که څه هم ډېر کسان ځانونه مسلمانان ګڼي خو په لا شعوري ډول د اسلام ريښې وهي،دلته له جهاد نه هر یو ځان ځانته تعریف لري،څوک جهاد دېته وايي چې: ووژنه،یرغل وکړه،چور او تالا کوه لکه ښه بېلګه يې د ډاکټر نجیب د کمونستي حکومت له ړنګېدو وروسته یادولی شو چې د شر او فساد لښکرو د افغانستان مادي او معنوي مصطلاحات په بې ساري ډول داغداره او زیانمنه کړل،دوی به چې هر جنایت وکړ ځان به يې د مجاهد په نامه بېرته خلاص کړ،له دې سربېره جهاد اوس هم د ډېرو په نزد سم نه دی تعریف شوی،یوازې برداشتونه دي چې له مخې یې ورباندې خلک قضاوت کوي،د دې له پاره چې اصلي مقصد پاتې نه شي ښه ده چې لومړی په دې باندې ځانونه پوه کړو چې جهاد اصلا د څه له پاره دی او عمده رکنونه يې کوم دي؟ سرحدات يې کوم او قیودات یې څه دي؟

اسلامي جهاد يوازې جهاد نه بلکې د فى سبيل الله قيد پکې لازمي دى. دغه عبارت هم داسلام ځانګړې اصطلاح پورې اړوندېږي چې ټول ورباندې پوهېږي. ځينو خلکو ته اشتباه پيداشوې او فکر کوي چې فى سبيل الله جهاد له دې څخه عبارت دى چې د زور او قوت له لارې خپله عقيده په خلکو وروتپي . مګر داسلام په ژبه کې دغه لفظ پراخه مفهوم لري . هر هغه کار چې هدف يې دخلکو فلاح او ټولنېزه ښيګڼه وي او ترسره کوونکی يې هيڅ يوه دنيوي ګټه په نظر کې ونه نيسي بلکې مقصد يې يوازې او ېوازې دالله پاک رضا او خو شالي وي اسلام هغه د في سبېل الله په نوم يادوي د مثال په توګه که تاسو په دې نيت خيرات کوئ چې هدف مو ورڅخه مادي او اخلاقي اعتبار ترلاسه کول وي ستاسو دغه خيرات فى سبيل الله نه شميرل کيږي البته که چېرې ستاسو نيت له يو بې وزله انسان سره مرسته او د الله رضاحاصلول وي بیا نو فى سبيل الله ګڼل کيږي نو پر دې اساس دغه اصطلاح دهغو کړو وړو لپاره استعماليږي چې په اخلاص او له ټولو نفساني اغراضو څخه پاکه وي.

دانساني ژوند وروستى هدف دکايناتو د څښتن جل جلاله له خوښۍ څخه پرته بل څه نه دى د جهاد لپاره د في سبېل الله قېد ددې په خاطر انتخاب شوی چې یو څو ک به د ژوند په ډګر کې د یوه نوي نظام د ټېنګښت په مقصد په پا څون لاس پورې کوي چې په دغه ستره سر ښندنه کې هېڅ نفسا ني هدف و نه لري. هېڅکله ېې هدف دانه وي چې کسری او قیصر له واکه ګوښه او پخپله کسری او قېصر جوړ شي د هغه د مبارزې په اهدافوکې به د مال ،شهرت اود جاه او جلال د لاسته راوړلو هېڅ تصور نه وي دهغه دټولو سرښندنواو کوښښونو یواځېنی مقصد به دا وي چې د الله عز وجل د بندګانو په مېنځ کې یو عادلانه نظام ټېنګ اوپه دغه کار کې ېې دالله عزوجل له رضا څخه پرته بل هېڅ مطلب نه وي. قرآن عظيم الشان فرمايې : الذين امنوا یقا تلون فى سبيل الله والذين کفروا یقا تلون فى سبيل الطاغوت. دنساء سورې ٧٦ايت.

ژباړه :- مؤمنان دالله په لار کې جنګ کوي او کافران د شيطان او طاغوت په لاره کې .

دطاغوت مصدر له طغيان څخه اخیستل شوی دی چې له حد څخه د تجاوز او تيري مفهوم افاده کوي .هغه سمندر چې څپې يې له خپلې اندازې څخه راپورته شي تاسو واياست چې سمندر طغياني شوى . په همدې توګه هغه انسان چې له خپل مشروع او روا حد څخه تيرى وکړي او ددغه هدف لپاره وسلې ته لاس وغځوي تر څو دانسانانو خداى جوړ شي او يا له خپلې برخې زياته ګټه واخلي . د دغه سړي دغه کار دطاغوت عمل او جګړه يې د طاغوت په لاره کې ده . د الله عزوجل په لار کې جنګيدل دا دي چې مقصدېې د قانون او عدالت تامين وي،په خپله هم د الله عزوجل اطاعت ته سر ښکته کړي او په نورو خلکو هم دالله اطاعت ومني قرآن عظيم الشان همدغه مطلب داسې روښانه کوي :

((تلک الدارلاخرة نجعلها ا للذين لايريدون علوا فى الارض ولافسادًا والعاقبة للمتقين )) «قصص ۸۳»

ژباړه : – داد اخرت کور موږ يوازې هغو خلکو ته ورکؤو چې په ځمکه کې د لويۍ او فساد هڅې نه کوي او وروستی برى د پرهيزګارانو په برخه دى . وروستنى برى يوازې هغه چاته په برخه کيږي چې له الله عزوجل څخه ويريږي په يو حديث شريف کې راغلي دي چې يوسړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل چې دالله په لار کې د جنګ مفهوم څۀ شى دى ؟ يوسړى دمال او شتمنۍ په خاطر په جګړې لاس پورې کوي بل سړى د شهرت لپاره جنګيږي. بل سړى د عداوت او شخصي دښمنۍ اويا دملي حمايې داحساس پر اساس جنګيږي . د دوئ له جملې څخه کوم يو فى سبيل الله جنګ دى ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته په ځواب کې وويل : دغه يو هم فى سبيل الله نه دى فى سبيل الله جنګ هغه دی چې د الله د کلمې د لوړتيا په خاطر وي . په يو بل حدیث کې راغلي دي چې که چېرې يوڅو ک له دښمن سره په جګړه لاس پورې کوي او په زړه کې يې داوښ تړلو رسۍ وي ثواب يې ضايع او برباد شُو، الله تعالى يوازې دهغه چا عمل قبلوي چې د هغه جلت عظمتۀ درضا په خاطر وي له هغه څخه يې هيڅ رنګ شخصي او يا ډله ایزې ګټې په نظر کې نه وي . له همدې کبله د فى سبيل الله قيد د جهاد لپاره داسلام په رڼا کې خاص ارزښت لري . تشې هلې ځلې ، محنت او خواري په دنيا کې هر څوک سرته رسوي او هريو د خپل هدف په خاطر خپل ځواکونه په کار راولي خو بختور هغه دی چې د الله تعالی او د هغه د نازولي رسول له ارشاداتو سره سم خپلې هڅې او کوښښونه پر ځای او مثبت وکاروي . البته مسلمان ديوې ډلې نوم دى چې د هغې انقلابي مفکوره به دا وي چې خپل ځان ، مال او هرڅۀ به په کار اچوي او د نړۍ له سرکښو ځواکونو سره به په جګړه لاس پورې کوي تر څو مستکبر ځواکونه په ګونډو او دالله قانون په ځمکه کې جاري کړى شي،او هم دا د الله تعالی ځانګړی خطاب دی ریښتونو مجاهدینو ته چې تاسو تر هغه پورې وجنګېږئ چې په ځمکه کې فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله له پاره شي،نو د اسلام دښمنان په دې خبره باندې سره خلاص کړي چې جهاد یوازې د قتل او قتال په مانا نه دی،بلکې په جهاد کې بلا فلسفې نغښتي دي چې رڼې سترګې ور لره بویه،همدا رنګه مجاهدینو ته هم لازمه ده چې د شفقت او ترحم له لارې د خلکو زړونه مات او راجلب کړي،نه د زور او ځانښودنې په بڼه،مجاهد باید د مظلومو مؤمنانو له پاره یوه تګیه ګاه وي،مظلومان به ورباندې ویاړي.

پای.

مخکینې مطلب

کرکټ: افغانستان او زمبابوی نن وروستۍ يو ورځنۍ لوبه کوي

بل مطلب

جمعیت ګوند: د سمنګانو د والي د لرې کولو پریکړه د تعصب له مخې شوې او نه یې مني

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com