کابل ټکی کام ۱۴لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
له تېرو څو ورځو څخه دولتي رسنیو خبر ورکړ چې د پاکستان د کوئټې ښار په کچلاک نومې سیمه کې د ملا عبدالله سرحدي په کور کې د ملا اختر محمد منصور او د نورو طالبانو تر منځ جګړه را منځته شوې چې له امله یې ملا عبدالله سرحدي وژل شوی او ملا اختر محمد منصور اخوند سخت ټپي شوی دی چې د کوئټې یوه روغتون ته لېږدول شوی دی.
د یاد خبر په خپرېدو سره د طالبانو ویاند ښاغلي قاري یوسف احمدي دغه خبر د رسنیو له لارې په کلکه سره رد کړ، او ویې ویل:«دا د دښمن پروپاګند او تبلیغات دي، مونږ د دې پېښې څېړنه وکړه خو نه په کچلاک سیمه کې دا ډول پېښه را منځته شوې او نه هم داسی یو کار شوی دی.»
وروسته له هغې څخه ملا عبدالله سرحدي چې دولتي رسنیو وژلی وو، په یوه غږیزه مرکه کې داسې وویل:«دا هیڅ حقیقت نلري، دا هیڅ پېښه شوې نه ده، نه به دا پېښه شي، دا کېدلی نشي چې زمونږ امیر زمونږ په کور کې وي او یو څوک به لاس ور اچوي، هغه زمونږ امیر دی، مونږ یې هر امر ته تابع یو، او هغه ژوندی دی.»
وروسته له هغې څخه ځينو رسنیو لکه پژواک او نورو رسنیو د طالبانو پخوانی د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا امیر خان متقي په استناد خبر خپور کړ چې ملا اختر محمد منصور وروسته له ټپي کېدو څخه وژل شوی دی، خو د طالبانو د ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد له خوا په کلکه سره رد کړی شوه او ویې ویل چې «د امیرخان متقي له نامه څخه په بده استفادې سره د دولتي چارواکو دغه ډول خبرونه مونږ ته د استخباراتو ناکامه هڅه ښکاري، او له دوی څخه هیله کوو، تر څو د داسې خبرونو په خپرولو سره دې خپل حیثیت نه خرابوي، په دغه ډول غیر واقعي خبرونو کې دې احتیاط وکړي تر څو د استخباراتي شومو پلانونو برخه ونه ګرځي، ده همدا راز وویل چې متقي صاحب دا ۱۴کاله کیږي چې له هیڅ کومې خبري رسنۍ سره تماس نه دی کړی.»
خو دولتي رسنیو د طالبانو له خوا د دغه خبر ردولو ته ونه کتل او د یاد خبر لمن یې نوره هم اوږده کړه، بالآخره طالبان مجبوره شول تر څو د خپل مشرتابه ملا اختر محمد منصور اخوند یوه غږیزه وینا رسنیو ته وړاندې کړي.
ښاغلي منصور صاحب په کچلاک د خپلمنځۍ جګړې په اړه وویل: «که درته ووایم دا څو کاله کچلاک ته نه یم تللی نه به یې را سره ومنی»
ښاغلي منصور صاحب د وردګو د تېرې ورځې پېښې په اړه وویل چې «مونږ د وردګو له خلکو سره ټول مجاهدین او مشرتابه یې په غم کې ورسره شریک دي، الله دې کورنیو ته یې صبر جمیل او الله دې شهیدانو ته جنت الفردوس ورنصیب کړي، اسلامي امارت به د داسې مظلومانو اوښکې ور پاکوي.»
او نور خپله د ملا اختر محمد منصور اخوند په غږ کې واورئ!


















