کابل ټکی کام ۱۵لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
چاډ کې د درې بېلا بېلو سرتېرو بريدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي او له ۹۰ نور ډېر ټپيان دي.
د چاډ امنيتي سرچينې وایي، چې دغه درې بريدونه تېره ورځ په يوه اوونيز بازار کې د درې مېرمنو له لوري ترسره شول.
پېښه د چاډ او نايجيريا تر منځ په کولفوا جزيره کې رامنځته شوې ده، څو مياشتې وړاندې زرګونه کسان د بوکو حرام له وېرې يادې جزېرې ته تښتېدلي و.
د پېښو پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو ګمان کېږي چې بوکو حرام ډلې به ترسره کړي وي.
ياده دې وي، چې څو مياشتې وړاندې د چاډ ځواکونو د نايجيريا له ځواکو سره په ګډه له بوکو حرامه څو کلي بېرته نيولي وو.


















