(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲) په بهرنيو هېوادونو کې د ګڼ شمير افغان ډيپلوماتانو کاري موده پای ته رسېدلې خو په حکومت کې د اختلافاتو له کبله لا هم ډيری ديپلوماتان خپلو دندو ته دوام ورکوي.
يوې باوري سرچينې مسير ورځپاڼې ته ويلي، په کاناډا، جرمني، ايټاليا، عربستان، عربي اماراتو او روسيه کې د زياتو افغان ډيپلوماتانو درې کلنه کاري موده پای ته رسېدلې خو لا هم د بهرنيو چارو وزارت نه دی توانېدلی چې دغه ډيپلوماتان بېرته هېواد ته رابدل کړي.
د سرچينې په وينا، د يو شمير نورو سفارتونو سربيره په کاناډا او لندن کې د افغان سفارتونو د ځينو کارکوونکو کاري موده له پنځو کلونو اوښتې په داسې حال کې چې د ډيپلوماتيکو کارکوونکو د ګومارنې قانون په بهرنيو هېوادونو کې افغان ديپلوماتانو ته کاري موده يواځې درې کاله ټاکلې ده.
د حقوقي چاروکار پوه زاهد صافی وايي، د قانون د حکم پر اساس درې کاله بهر کې له دندې وروسته بايد ديپلومات کابل ته راشي او دلته درې کاله دنده وکړي، خو زياتوي چې اوس مهال لسګونه ديپلوماتان او سفيران له کلونو راهيسې پر خپلو دندو پاتې دي، آن چې د حامدکرزي د لومړۍ دورې مامورين هم پکې شته.
دغه راز د نړيوالو اړيکو کارپوه حسين سجادي بيا وايي، دغه ديپلوماتان چې کله افغانستان ته رالېږل کېږي، بېرته په بهرنيو هېوادونو کې پناه غواړي او له خپلو دندو تېښته کوي، چې دې سره د افغانستان حيثيت ته زيان اوښتی دی.
د هغه په خبره، په حکومت کې ژور خپلمنځي اختلافات او بې غوري د دې لامل شوی چې دا مهمه مسئله له پامه غورځول شوې ده.


















