لیکنه: الهـــام البـــدري
کله چې امیر المؤمنین عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ته دنده او دحکومت واګې وسپارل شول،
نو له درېو تنو عالمانو سره یې مشوره وکړه، چې په دې بلاء (خلافت) خوزه ککړ شوم ، اوس مشوره راکړئ!
چې څه وکړم؟
(۱) سالم بن عبــــدالله رضي الله عنه ورته وویل:
که دالله جل جلاله له غزاب څخه نجات غواړې، له دنیا څخه ځان روژه کړه او په مرګ یې ماته کړه.
(۲) محمـــد بن کعب رضي الله عنه ورته وویل:
که نجات غواړې دمسلمانانو مشر خپل پلار کړه، درمیانه یې خپل ورور کړه او کوچنی یې خپل زوی کړه، نو له پلار سره ښېګڼه کوه،
په ورور مهربان اوسه او پر زوی شفقت کوه.
رجاء بن حیــــوة رضي الله عنه ورته وویل:
که دصبا ورځې له عذابه نجات غواړې؛ نو مسلمانانو ته هغه څه خوښ کړه، چې ځانته یې خوښوې،
هغه څه ورته بد ګڼه چې ځانته یې بد ګڼې، بیا چې هرکله غواړې نو مړ شه


















