ايا موږ له مورنۍ ژبې سره مورنۍ مينه کړې؟
س، سيرت
د کب د مياشتې دويمه او د فبرورى ٢١مه په نړيواله کچه د مورنۍ ژبې ورځ ده، چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې هغه زده کوونکي چې په مورنۍ ژبه ورته د زده کړې حق نه ورکول کيږي لاريونونه کوي څو د لاريونونو په کولو او په نړيواله کچه خپل غږ پورته کولو سره په مورنۍ ژبې د زده کړې حق ترلاسه کړي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه شمېرل کيږي چې د پښتنو د اکثريت په حساب ورته په زده کړه کې په پښتو ژبه حق نه دى ورکړل شوى. که څه هم پښتنو واکمنو په هر دور کې د پښتو ژبې په اړه ځان د پښتنو له شمېره ایستلى، ځکه خو پښتانه، چې د افغانستان اکثريت تشکيلوي، له پوره حقه محروم ساتل شوي دي.
په افغانستان کې که پښتو مورنۍ ژبې ته پوره حق ورکړل شي او د پښتنو بچيانو لومړنۍ زده کړې په پښتو شي، د هرې ژبې ويونکو ته به هم د خپلو مورنيو ژبو حق په لاس ورشي.
په اصل کې، له پښتنو سره تل د تعصب له مخې کار اخيستل شوی دى. سره له دې چې غير پښتانه یې په اکثريت قانع دي، خو چې کله هم په حکومت کې يې واک ترلاسه کړی دى، پښتانه بچيان یې د خپلې مورنۍ ژبې له حقه محروم کړي دي .
په افغانستان کې پښتانه واکمن شوي دي خو د تېرو پښتنو واکمنو په څېر د پښتو په ويلو او ليکلو شرميږي. هغه چې په خټه سوچه پښتانه وو، پښتو یې نه ويله. د هغوى پښتو نه ويونکو واکمنانو د بې غورۍ نتيجه ده چې نن ورځ په افغانستان کې د پښتنو بچيان په مورنۍ ژبه له زده کړې محروم دي.
که مونږ په افغانستان کې د تېر او موجوده نظام اداري تشکيل ته پام وکړو، د ادارو اکثريت رئيسان، مديران او نور کار کوونکي غير پښتانه تشکيلوي. په بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان نمايندګان غيرپښتانه دي او موجوده واکمن د افغانيت نه، بلکې د ژبې، سيمي او ملت په اساس د افغانستان په داخل کې غيرپښتانه په لوړو پوستونو ګماري.
که په مورنۍ ژبه پښتنو بچيانو ته نه زده کړي حق ورکړل شوى وای، تر لوړو زده کړو پورې به یې تعليمي کچه لوړه شوى وای، په پوهنځيو، پوهنتونو او ټولو لوړو تحصيلاتو کې به پښتنو بچيانو د خپل اکثريت په تناسب ونډه ترلاسه کړې وای.
دا چې له هېواده بهر بورسونه ته غير پښتانه معرفي کيږي يا ازموينو کې پښتانه ګټي نشي ترلاسه کولاى، په اصل کې له پښتنو بچيانو سره په لومړيو زده کړو کې تعصب شوی دى، ځکه تر لوړو زده کړو پورې لار نه شي موندلاى..
د افغانستان په اساسي قانون کې د ١٦مې مادي په اساس، پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، بلوڅي، پشه یي، نورستاني او پاميرۍ ژبي ته په خپل خپل ځاى حق ورکړل شوى او پښتو، دري رسمي ژبه بلل شوې ده. خو بيا هم پښتو چې د اکثريت افغانانو ژبه ده بچيان یې د مورنۍ ژبې له حقه محروم پاتي دي.
د مورنۍ ژبې د ورځې بنسټ چې په ١٩٥٢ کې د بنګله دېش د محصلينو په غوښتنه ايښودل شوی دى او په ملګرو ملتونو کې یې ١٩٩٩ کې رسميت ومنل شو، هر کال په نړيواله کچه مورنۍ ژبې د زده کړي د حق په لاريونو او غونډو نمانځل کيږي، چې زده کوونکي یې په غونډو او ليکوال یې په ليکنو نمانځي؛ پر مونږ، له مورنۍ ژبې سره د ميني حق شته، خو ورسره پوره کولاى یې نه شو.




