دبشري حقوقو دڅار اداره: افغان ځواکونو په بند تیمور کې قتل عام کړی،څیړنه دې وشي
د بشري حقوقو د څار ادارې ویلي؛ چې افغان ګډو ځواکونو به ولسي خلک له کور څخه یو، یو را ایستل او وژل به یې چې له کبله یې د لسګونو طالبانو په ګډون ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ ولسي خلک ګډو ځواکونو له ځان سره وړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲ فرید افغان)
څو اونۍ وړاندې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د بند تیمور په سیمه کې د بهرنیانو په ملتیا افغان ځواکونو پر د طالبانو پرضد عملیات پیل او د ولسي خلکو پر میشت ځایونو یې ناتاره برید وکړ چې په کې د سیمې دخلکو په وینا تر ۲۹ ولسي خلک ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول، د ګډحکومت مشر اشرف غني دا برید لویه لاسته راوړنه بللې وه او دا یې دطالبانو څخه د کابل د برید غچ اخیستل بللي و.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت په پیښه کې ټول وژل شوي ځوانان سپینګري، ښځې اوماشومان وسلوال طالبان بللي و، خو د بشري حقوقو د څار ادارې هیومن رایچ واټچ (Human Rights Watch) بیا زیاتره ملکي خلک بللي او په اړوند یې د څیړنو غوښتنه کړې.
دې ادارې ویلي؛ افغان ځواکونو ملکي افغانان داسې مهال په نښه کړي چې هغوی د خپلو کورونو څخه د تیښتې په حال کې و.
د بشري حقوقو د څار ادارې ویلي؛ چې افغان ګډو ځواکونو به ولسي خلک له کور څخه یو، یو را ایستل او وژل به یې چې له کبله یې د لسګونو طالبانو په ګډون ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ ولسي خلک ګډو ځواکونو له ځان سره وړي.
بشرحقوقو ویلي چې د دې عملیاتو مشري د جنرال رازق نږدې قوماندان سلطان محمد کوله چې په سیمه کې په ګڼو بشر ضد جنایاتو کې ښکیل ده او د امریکایانو هوایي ملاتړ هم ورسره و.
د دې ادارې د آسیا د برخې مسؤلې پتریشیا ګوسمن، له افغان حکومت څخه غوښتي چې د بند تیمور پیښه په کامله بې طرفۍ سره وڅیړي او د ولسمشر غني د وینا هغې برخې ته یې هم اشاره کړې چې دا برید یې غچ اخیستنه بللې وه او ویلي یې وو چې افغانان سل کاله وروسته هم خپل غچ اخلي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي هغه مهال داپیښه لوی جنایت بللی و او زیاته کړې یې وه چې په یاده پیښه کې دوی ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او نه هم ددوی ملګري په سیمه کې وه. او په وینا یې چې ګډوځواکونو یواځې لسګونه ملکي خلک وژلي دي



