مونږ د مغرب ټيکنالوژۍ نه متأثره نه یو

سُپرپــــاور(عُقابي جانان)
مونږ نه اشغال منو او نه مونږ اشغالګر منو
په ګران هيواد کې نه فساد نه فسادګر منو
خپل اسلاميت او افغانيت مو په هر چامنلی
خو نه کفار منو او نه ئې سور لښکر منو
مونږ د مغرب ټيکنالوژۍ نه متأثره نه یو
نه دچا زور نه دچا شور نه دچا شر منو
للهِ الحمد نه دیموکراس نه روشن خیاله يو مونږ
مونږ سپين قران سپين شریعت د پېغمبر منو
کليمه وايو، کليمې لاندې خپل ژوند تېرؤو
د لَآ اِله اِلَّا الله سپر پاور منو
يو مو منلی،يو،منو يو ته مو لاس ورکړی
په هر پړاو کې خپل امیر او خپل رهبر منو
مونږ د هيچا کيسه کې نه يو “عُقابي جانانه”
د هر قوت ضد، تکبیر اللهُ اکبر منو



