زابل: ماين چاودنه کې څلورو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۳) د زابل ولايت د سيوري ولسوالۍ کې په ملکي فلډر موټر د ماين چاودنې له کبله پنځو مليکانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغې ولايت د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايي، پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط د کم کاريز په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په وژل شويو کې يوه مېرمن يو نارينه او دوه نارينه پکې ټپيان شوي دي.
د پېښې ټپيان د تداوۍ لپاره روغتون رسول شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.



