(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۳) چارواکي وايي، فراه ښار ته د داخلېدو په دروازه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دي.
عيني شاهدان وايي، طالبانو د ملي اردو جامې په تن کړي او نن سهار د فراه ښار د (دهک دروازې) ته راتېر شوي او له دولتي ځواکونو سره يې جګړه پيل کړې ده.
ويل کېږي، په نښتو کې دواړو لوريو ته درانه تلفات اوښتي خو تر اوسه يې په اړه رسمي شميرې نه دي اعلان شوي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري، نښتې تاييدوي وايي، تر اوسه د تلفاتو په اړه کره معلومات نه لري.
د ولايتي شورا رئيس فريد بختور رسنيو ته ويلي، چې د دواړو خواوو تر منځ نن سهار وختي جګړه پيل شوې او لا هم ادامه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې، چې په ترڅ کې يې د طالبانو په وينا پنځو امريکايي عسکرو د وژل کېدو سربيره لسګونه دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بالابلوک اوسېدونکي وايي، د تېرې ورځې له نښتو وروسته ماذيګر مهال په شيواني، ګنج اباد او ګراني سيمو کې امريکايي ځواکونو د عامو خلکو پر کورونو درنې بمبارۍ وکړې، چې له کبله يې ګڼ شمير ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















