دفاع وزارت نږدې ۳۰ زره اربکيان ملي اردو ته جذبوي

د دفاع وزات ویلي چې د دغو ځواکونو معاش به د ملي اردو د نورو ځواکونو له معاش څخه ۱۵٪ سلنه کم وي، خو دا ځواکونه به د ملي اردو د ځینو امتیازاتو څخه برخمن وي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۳ فرید افغان)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې غواړي په لنډ راتلونکي کې د افغانستان په کچه په لرو پرتو سیمو کې ۲۸۵۰۰ تنه د محلي اردو په حیث وګماري.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دې کار لامل له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت ته د امنیتي ځواکونو د راوستلو په موخه اړین بولي او زیاتوي چې په دې توګه به جګړه له ښاري سیمو څخه کلیو او ولسونو ته نقل شي او امنیتي ادارې به هم د دفاع په حالت کې قرار لري.

که څه هم په افغانستان کې د امریکایي جنرال ډیویډپیټرایس له خوا د محلي پولیسو( اربکيانو ) تر نامه لاندې پروژې خورا ستونزې وزیږولې او ولسونه هم ترې تنګ راغلي خو حکومت یې لویه لاسته راوړنه بولي او په وینا یې چې دې ملیشو د طالبانو پر وړاندې ښه مسؤلیت ادا کړی دی .
دولت وزیري وايي؛ ‹‹دا قوتونه به د ملي اردو د جزوتامونو برخه وي، دغې قوې ته به په ولسوالیو کې د سیمې اوسیدونکي، چې عمرونه به یې د شلو او څلویښت کلونو ترمنځ وي، د ټولو معیارونو له بشپړیدو او د هغوی سوابقو ته په کتو د بشپړو روغتیایي معاینو وروسته به جذب شي او مشري به یې هم د ملي اردو د کدرونو په غاړه وي››
دا نږدې ۲۹ زره کسیزه ملیشه ځواک به د ملي اردو د تقاعد شویو ۷ نیم زره پوځي افسرانو له خوا اداره کیږي .
د دفاع وزات ویلي چې د دغو ځواکونو معاش به د ملي اردو د نورو ځواکونو له معاش څخه ۱۵٪ سلنه کم وي، خو دا ځواکونه به د ملي اردو د ځینو امتیازاتو څخه برخمن وي.

د وزیري په وینا چې؛ دا سیمه ییز اربکیان به په هغو سیمو کې چې د افغان دولت تربشپړ کنټرول لاندې دي او یا هم په هغو سیمو کې چې نسبي امنیت یې خوندي دی په کار وګمارل شي.
ترڅو هغه سیمې خوندي کړي چې د طالبانو له حضور څخه تصفیه کیږي.
وزیري زیاتوي؛ دا اربکیان به افغان ځانګړو ځواکونو ته د وسله والو مخالفانو د شتون د ځایونو په اړه معلومات برابروي او ملي اردو ځواکونو سره به له نږدې کار کوي.
تر دې وړاندې برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین ویلي و، چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان په افغانستان کې د امریکا د هغه پلان مخالفت کوي چې له مخې یې غواړي په کليوالو سیمو کې ځايي ملیشې رامنځته کړي.
د ورځپاڼې په باور، مرستندویه ډلې هڅه کوي تر څو افغان ولسمشر هم د دې کار مخالفت ته وهڅوي.
د طرحې تر مخه، د نویې ۲۰ زره کسیزه قومي ملیشې د مدیریت صلاحیت به له دفاع وزارت سره وي او د ملي اردو هغه پخواني افسران او سرتیري به پکې وي چې په ملي پوځ کې یې د کار موده پای ته رسیدلې ده.
ورځپاڼه لیکي چې چې امریکایان غواړي داځل جګړه په ډیر ماهرانه ډول د کلیو او ولسونو منځ ته و لیږدوي، ځکه د محلي پولیسو پخوانی جوړښت د امریکایانو له خوا اداره کیده او هر هغه څوک یې ګډونوال و چې د جنګ په اصولو نه پوهیدل.
د بشر حقوقو ادارې یو څیړونکي پاتریسا ګوسمن ویلي، چې ښایي دا ملیشې د ولسي خلکو په ځورولو او د یو تیري ګرې ډلې په توګه راڅرګنده شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button