د شخصي پوهنتونونو لوېدلی تدريسي معيار
تبصره
که حکومت هر څو د حکومتي ښوونځيو او پوهنتونو شمېر په دې زياتوي چې په هېواد کې د زده کړې کچه لوړه شي، بيا هم په افغانستان کې د تېر په څېر د زده کړې کچه ټيټه پاتې ده او په پوهنتونونو کې د محصلينو د پوهې او علميت د کچې د پورته کېدو امکان نه تر سترګو کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت که څه هم د شخصي پوهنتونو تدريسي معيار د پرمختګ په حال کې بولي، خو کله چې تر پوښتنو لاندې راشي، د اندېښنې په ښوولو یې ځواب ووايي.
د لوړو زده کړو په وزارت کې يو شمېر اشخاصو شخصي پوهنتونونو ته رسميت د معاملې له مخې ورکړی دى، ځکه خو تراوسه پورې پر شخصي پوهنتونونو له نيوکو سره سره د شخصي پوهنتونو لوېدلی تدريسي معيار د قناعت وړ ونه ګرځېد.
د شخصي پوهنتونونو په جوړښت، امکان دې ولري، چې يو څه د هېواد د ځوانانو علمي کچه لوړه شي. خو هغه چا چې شخصي پوهنتونونه جوړ کړي او د لوړو تحصيلاتو جواز یې اخیستی، هغوی خپلې شخصي ګټې په نظر کې نيولې، نه د هېواد د ځوانانو علمي لوړتيا.
که د لوړو تحصيلاتو وزارت يا د شخصي پوهنتونونو خاوندان د خپلو پوهنتونونو د جوړولو لپاره په نورو هېوادونو کې د پوهنتونو جوړښت دليل وړاندې کوي، د نورو هېوادونو او افغانستان پرتله، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له څلورو لسيزو راهيسې جګړه روانه ده، نه شي کېداى.
په نورو هېوادونو کې تر حکومتي پوهنتونونو د شخصي پوهنتونونو تدريسي معيار دوه چنده لوړ وي. په نورو هېوادونو کې د دولتي پوهنتون په حساب په يوه زده کوونکي ځکه لوړ او دوه چنده يا درې چنده لګښت راځي چې د دولتي پوهنتون په نسبت یې تدريسي معيار هم دوه چنده او درې چنده لوړ وي.
په هغو هېوادونو کې چې ځوان نسل شخصي پوهنتونو کې زده کړې کوي، د هغوی تعليمي معيار دومره لوړې کچې ته ورسېد چې په نړۍ کې یې د خپلو هېوادونو اقتصادي نظام او سياسي پرمختګ له نړۍ سره سيال کړ.
تراوسه پورې په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو تدريسي معيار له نړيوالو سره سيال شوی نه دی. په شخصي پوهنتونونو کې ټيټ تدريسي معيار به د افغان نسل راتلونکی نور هم له خطر سره مخ کړي. که په هېواد کې د شخصي پوهنتونو معيار لوړ نه شي، دومره لوړ فيسونه ورکول بيا هېواد او ټولنې ته هېڅ ګټه نه لري.
په افغانستان کې په ميلياردونو ډالرو بهرنيو مرستو او شخصي پوهنتونونو کې د ميليونونو افغانيو فيسونو په ورکړه، د افغانستان د اقتصادي نظام په خپلو پښو د درېدو تمه نه شي کېداى.
د عالي تحصيلاتو وزارت خو د شخصي پوهنتونونو لپاره د تعليمي اسنادو د ورکړې امر وکړ، چې په لومړي سر کې پنځه سوه محصلينو ته ديپلومې ورکړل شوې؛ اما دا تمه نه شي کېداى چې په شخصي پوهنتونونو کې په ټيت تدريسي معيار فارغ محصلين افغانستان په نړيواله کچه، له سيالو هېوادونو سره سيال کړي.



