ځینې بې ثبوته مسایل (دریمه برخه)
دجنازې اړوند څو غلط مسایل

مولوی سلیمان حقانی
(۱)مسئله
په جنازه کې دسرونو پورته کولو ثبوت نشته
تاسو به هم کتلي وي چې ځینې خلک دجنازې په لمونځ کې له هر تکبیر سره، سرونه اسمان طرف ته پورته کوي، نو دسرونو پورته کولو څه دلیل اوثبوت نشته، دا خالص له ځانه جوړ شوی عمل دی، دلمونځ له آدابو څخه یو ادب دادی چې دقیام په حالت کې به دسجدې ځای ته کتل کیږي، او محترمو فقهاوو فرمایلي دي چې دجنازې دلمانځه آداب دنورو لمونځونو په شان دي، او تکبیرات دقیام او لاړې په حالت کې وي نو پردغه وخت دسجدې ځای ته کتل پکار دي، لنډه دا چې دجنازې په تکبیراتو کې دسرونو پورته کول ثبوت نه لري، نو دانه سنت طریقه ده او نه څه مستحب عمل دی
وفي فتح القدیر ج: ۳ص: ۱۰۴
باب الجنائز…. ولهذا الصلاة کغیرها صفة وسبب وشرط، ورکن وسنن وآداب. أما صفتها ففرض کفایة…. وآدابها کغیرها،
ترجمه: دجنائز باب:… دنورو لمونځونو په شان ددې جنازې لمونځ لپاره هم، حکم، سبب،شرط، رکن سنتونه او آداب شته دي. هر چې حکم یې دی، نو فرض کفایي دی… او آداب یې دنورو لمونځونو په مثل دي.
وفي الفتاوی الهندیة ج: ۱ص: ۷۲
(الفصل الثالث في سنن الصلاة وآدابها وکیفيتها)…. {وآدابها} نظره إلی موضع سجوده حال القیام وإلی ظهر قدمیه حالة الرکوع وإلی أرنبته حالة السجود وإلی حجره حالة القعود وعندالتسلیمة الأولی إلی منکبه الأیمن وعندالثانیة إلی منکبه الأیسر…
ترجمه: درېیم فصل دلمانځه په سنتو، آدابو اوطریقه کې دی… دلمانځه اداب دادي: دقیام په حالت کې دلمونځ کوونکي دسجدې ځای ته نظر کول، درکوع په حالت کې دپښو پاسنۍ برخې ته کتل، دسجدې په حالت کې دخپلې پوزې څوکې ته کتل، دقعدې په حالت کې خپلې غېږې ته کتل، له اول سلام سره خپلې ښي اوږې ته او له دویم سلام سره خپلې چپې اوږې ته کتل…
(۲)مسئله
دمحرّم په لسمه پر قبرونو اوبه اچول بدعت دي
په ځینو سیمو کې خلک دمحرّم په لسمه پرقبرونو اوبه اچوي، دا یورسم او بدعت دی په قرآن وحدیث او فقه کې ددې هېڅ ذکر او ثبوت نن دی راغلی.
په امداد الفتاوی ج: ۵ص: ۲۹۵ او فتاوی فریدیه ج: ۱ص: ۲۹۲ کې پرقبرونو داوبو اچولو په اړه پوښتنه شوې، ددواړو فتاوو په ځواب کې دغه کار ته بدعت ویل شوی او په دواړو فتاوو کې داهم ویل شوي دي چې {جواهرالنفیس} کتاب دفقهې او حدیثو له معتبرو کتابونو څخه نه دی، نو په دې کې چې دمحرم په لسمه پر قبرونو داوبو اچولو کوم حدیث راغلی، هغه داعتبار قابل نه دی
یادونه: دنبوي احادیثو په معتبرو کتابونو کې هېڅ داعتبار وړ داسې حدیث نشته چې پکې دمحرم میاشتې په لسمه پر قبرونو داوبو اچولو یادونه شوي وي.
وفي التعلیق الممجد علب موطأ محمد ص: ۱۴۴
فما لم یوجد في القرون الثلاثة، ولم یستحسنه أهل الاجتهاد ولم یوجد له لیل صریح أو ما یدخل فیه من الأصول الشرعیة، فهو ضلالة بلا ریب، وإن استحسنه مستحسن، فافهم.
ترجمه: نو هرهغه شی چې په درې واړو زمانو ( درسول الله صلی الله علیه وسلم زمانه، دصحابه وو زمانه او دتابعینو زمانه) کې نه وي او نه مجتهدینو ښه ګڼلی وي او نه ورله صریح دلیل وي او نه له شرعي اصولو او دلایلو څخه په کوم اصل او دلیل کې داخلېږي، نو هغه بې شکه ضلالت دی، که څه هم څوک یې ښه ګڼي، په خبره ځان ښه پوه کړه!
(۳) مسئله
دمړي دغسل په ځای کې دشمعې بلولو ثبوت نشته.
په ځینو سیمو کې خلک دمړي دغسل په ځای کې تر درې ورځو شمعې بلوي او یا چراغونه لګوي خو ددې هیڅ ثبوت او دلیل نشته او دا کار مړي ته هېڅ فایده نه رسوي، بلکې دا خالص اسراف او دمال زیان دی.
دا مسئله دحکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رح په( اغلاط العوام) ص: ۱۸ کې کتلی شئ!
وفي مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح ج: ۲ص: ۴۱۴
والسرج جمع سراج وانهي عن اتخاذ السرج لما فیه من تضییع المال الأنه لا نغع الأحد من السراج والأنها من آثار جهنم.
ترجمه: سرج جمع د سراج ده او نهي دچراغ له لګولو څخه ځکه راغلې چې په دې کې دمال زیان دی ځکه چې له چراغ څخه هېچاته فایده نشته او بل ځکه چې دادجهنم له اثارو څخه دی
وګورئ! په حدیث کې چې پر قبر دچراغ له لګولو څخه ممانعت راغلی نو دحدیثو شارحینو دممانعت پورتنۍ دوه وجهې ذکر کړې، او دا دواړه وجهې په پورتنۍ مسئله کې موجودې دی
وفي رد المحتار ج: ۴ص: ۲۰۲
قال في الفتح… النص أقوی من العرف، لان العرف جاز أن یکون علی باطل کتعارف أهل زماننا في إخراج الشموع والسرج إلی المقابر لیالي العید.
ترجمه: په فتح القدیر کې وایي…. نص له عرف څخه قوي دی؛ ځکه چې عرف پر باطل شي باندې راتلای شي لکه زموږ دزمانې دخلکو رواج دی چې داختر په شپو کې هدیرو ته دشمعو او چراغونه وړي.
یادونه که په پخوا زمانه کې دغه رواج و یعنې داختر په شپو کې هدیرو ته دشمعو او چراغونو دوړلو رواج و، نو زموږ په زمانه کې په ځینو سیمو کې دا باطل رسم جوړ شوی چې دمړي دغسل په ځای کې تر درې ورځو چراغونه او یا شمعې بلوي
ماخذ بې ثبوته مسایل



