(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۴ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه لویه ډله چې سلګونه تنه و، نن کابل ته ورسیدل .
د «میلیټاری» مجلې د راپور په اساس دا ډله به افغان ځواکونو ته مشورې او د جګړو په لومړیو لیکو کې به د هغوی سوق او مدیریت هم پرغاړه لري.
باید وویل شي چې؛ ددې ځانګړې لیوا پوځیان د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د امریکایانو په اډو کې د کوربه هیوادونو پوځیان روزي.
امریکا د دې په خاطر دا لیوا جوړه کړې ترڅو په بهرنیو هیوادونو کې د سرتیرو د روزلو او هغوی ته د مشورو ورکولو سربیره د جګړو په لومړیو کرښو کې هم د هغوی ملاتړ وکړي.
دا ټولی به د کنډکونو په سطحه په ټول افغانستان کې د امنیتي ځواکونو سوق او مدیریت پر غاړه لري
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال «جان نیکلسون» ویلي؛ ددې ټولي بله برخه چې تر ۸۰۰ ډیر عسکر دي راتلونکې اونۍ به افغانستان ته واستول شي.
نیکولسن تر دې وړاندې ویلي و، چې دا امریکایي عسکر د امریکا د هغې ژمنې برخه ده چې په مټ به یې تر راتلونکو دو کلونو د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره د دولت له مخالفینو نیول کیږي او هغوی به د زور له لارې مجبوریږي تر څو له افغان حکومت سره پرته له کومو شرایطو هرڅه ومني.
باید وویل شي چې دا ځواکونه به د قاطع ملاتړ د ماموریت تر چتر لاندې فعالیت کوي.
ملیاټري مجلې تر دې وړاندې د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی و، چې امریکا په پام کې لري تر راتلونکي پسرلي پورې دوه لیوا عسکر چې شمیر به یې له ۸ تر ۱۰ زرو رسیږي، افغانستان ته واستوي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي استخباراتو خبر ورکړی چې راتلونکی اوړی به د افغانستان وضعیت خورا کړکیچن پړاو ته داخل شي او ښایي لویه قرباني یې هم ولسي وګړي ورکړي.
امریکایي استخباراتو ویلي چې امریکا به د طالبانو دځپلو په موخه په کلیو او ولسونو بریدونو ته زور ورکړي چې ښایي مرګ ژوبله هم زیاته وي.


















