په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار ختم او په افغانستان کې رسماً پیل شو
طالبانو هم د ټاپي له پروژې خپل ملاتړ اعلان کړی او په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي او دادپایپ لین ترې تېرېږي، طالبانو یې د ساتنې، بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی
د نن ورځې بشپړ جزئیات
(کابل ټکی کام ۱۴۹۶ سکب۴ فرید افغان)
نن په رسمي توګه د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کار بشپړ او رسماً د هرات په ولایت کې د یادې پروژې کار پیل شو.
په هغه غونډه کې چې له غرمې مخکې د ترکمنستان هیواد د مالي ښار د سلیم چشمه سیمه کې رامنځته شوې وه، افغان ولسمشر غني وویل؛ جنوبي آسیا شمال ته او مرکزي آسیا جنوب ته اړتیا درلوده، خو افغانستان یې نن د وصل نقطه شوه.
نوموړي زیاته کړه؛ موږ باید دوصل سیاست غوره کړو نه دجدایي چې له نیکه مرغه نن جنوبي اسیا له منځنۍ آسیا سره په موفقه توګه دافغانستان په وساطت وصل شوه.
نوموړي وویل چې ټاپي به په سیمه کې د اقتصادي رشد، د فقر د لمنځه وړلو او د امنیت په راوستلو کې مهم رول ولوبوي
د ترکمنستان هیواد په مراسمو کې د افغان ولسمشر په شمول د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی ، دمالیې وزیر اکلیل حکیمی، د ولسمشر لوی سلاکار عبدالسلام رحیمی،او دکانونو او فطرولیم سرپرستې نرګس نهان ګډون درلود.
تر غرمې وروسته د دې مراسمو د افتتاح چارې په هرات کې پیل شوې چې یادو مراسمو ته ولسمشر غني وویل؛ هرات په تیر کې د آسیا څلور لاری و او اوس یوځل بیا په هغه ډول بدلیدونکی دی.
نوموړي د ترکمنستان جمهور رئیس، د پاکستان صدر اعظم او د هند ددولت وزیر ته ډاډ ورکړ چې د دې پروژې د امنیت ساتنه به کوي.
جمهور رئیس وویل؛ ټاپي یواځنۍ پروژه نه ده، ترڅنګ یې نوري فایبر، د اوسپپنې خط، اوګڼې نورې پروژې هم دي، افغانستان له چا سره دښمني نه لري یواځې خپلې ملي منافع لټوي.
د غني په خبره؛ درۍ کاله کیږي چې د هرات زعفران لومړی مقام خپلوي، د چشت شریف د مرمر ډبرې هم په لومړي مقام کې ځای لري او په وینا یې چې هرات چاته سوال نه کوي بازار موندنه غواړي .
دترکمنستان جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف بیا په هرات کې وویل؛ چې هیواد به یې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي او په وینا یې چې له دې هیواد سره نورو مرستو ته هم ژمن دی.
نوموړي وویل اوسپنیزه پټلۍ ورته ډیر اهمیت لري او د کار ختمیدلو ته یې شیبې شماري .
پاکستاني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي بیا د ټاپي پروژه مشترک دهلیز وباله او په وینا یې چې غړیو هیوادونو ته ځانګړی اهمیت لري.
نوموړي وویل؛ ډاډ ورکوم چې پاکستان به له دې پروژې څخه خاصه څارنه کوي او دا پروژه به په سیمه د امنیت راوستلو باعث شي.
د هند د دولت وزیر ام جی اکبر هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې باید دناسالمو رقابتونو پرځای مشترکې همکاري ته مټې رابډ وهو .
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان او هند پخوانۍ اړیکې لري اودې دوستي ته به نور هم دوام ورکوي.
د ده په خبره؛ هندوستان هم لکه د نورو په څیر انرژۍ ته اړتیا لري او د ترکمنستان ګاز به یوه برخه د هند دضرورتونو ور پوره کړي او ددې پروژې عملي کیدو ته هم متعهد دي.
طالبانو هم د ټاپي له پروژې خپل ملاتړ اعلان کړی او په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي او دادپایپ لین ترې تېرېږي، طالبانو یې د ساتنې، بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
طالبانو ټینګار کړی چې د دې پروژې اړوند جهتونه دې د ملګرو ملتونو او یا کوم بل نړیوال سازمان په وسیله له امریکایانو د دې پروژې د نه تخریبولو او خنډ نه جوړولو تضمین واخلي تر څو دا پروژه “د مس عینک په برخلیک اخته نه شي.”
طالبانو همداراز ویلي، “که د ټاپي پروژې د تطبیق په جریان کې کوم فساد او درغلی څرګند شي، اسلامي امارت به یې مخنیوی کوي.”



