کابل ټکی کام ۱۵لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د برتانيې په پلازمېنه لندن کې يوه بريدګر درې تنه په چاړه وهلي دي، پېښه تېره ماښام د لندن ختيځ لور ته رامنځته شوې ده.
برتانوي پوليسو دا یو ترهګر بريد بللی او زياته کړې يې ده، چې د يوه ټپي تنه ټپونه ژور دي خو دونه برسېرن ټپيان دي. پوليسو له خلکو غوښتي، چې ارام خو ويښ اوسي، ځکه هر وخت د ترهګريزو بريدونو ګواښ شته.
عيني شاهدان وايي، بريدګر پر خلکو د چړو ګذارونه کول او ويل يې، چې دا د سوريې لپاره کوم، وروسته د پوليسو له لوري ونيول شو.
برتانيې څو ورځې وړاندې سوريه کې د هوايي بريدونو د پيلولو اعلان وکړ، چې د برتانيې يو شمېر خلکو ورسره مخالفت وښود.
مالومه نه ده، چې بريدګر په کوم توندلاري تنظيم پورې تړلی دی او که نه، خو د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې.


















