مولوی ضیاءالحق صدیق یار
هراة دښکلاؤ او رنګینیو ټاټوبي دی، هراة په معاصرتاریخ کې ګڼ مخکښان لرې، هراة خپل زرین تاریخ دتن په وینو لیکلی دی، هراة دعالمانو اوپوهانو ټاټوبي دی تردی چه امام تفتازاني رحمه الله [دمطول] کتاب په خطبه کې ورته دالله نه دحفاظت دوعاغوښتی، کوموعلماؤ چه دهراة په غیږ کې تربیت حاصل کړي دځان سره د (هروی) نسبت لیکې لکه البدایه والنهایه کتاب لیکې [ابوسعدالمالینی] او بیالیکې مالین دهراة یو کلي دی ⑴
همدارنګه عبدالله بن محمد ابن علی بن محمد ابواسماعیل الانصاری الهروی ⑵
همدارنګه ابوعاصم محمدابن احمد (الهروی ⑶
که دافغانستان دهراة دحوة [۲۴] تاریخ وګورو دقربانۍ نمونه یې ممکن مخکنیوتاریخ نه وی لیدلی راځئ ورته غوږ شواوترپایه یې ولولو.
کمونستی رژیم دخپلو ظلمونو اوناوړه دودونو دعملی کولو په اساس دهرات مسلمانان پاڅون ته مجبورول.
هغه ؤ چه په (۱۹۷۹م) کال کې دمارچ په میاشت کې دهرات خلکو دکمونستی رژیم پرخلاف عمومي قیام وکړ، دهوائې میدان او راډیو سټیشن نه پرته ئې ټول ښار ونیو ددغه قیام رهبران دغه مسلمانان صاحب منصبان ؤ جګتورن محمداسماعیل چه بیاجهادي قومندان شو جګتورن علاءالدین جګتورن نورمحمد، ډګرمن محمدانورنصرتي، جګتورن عبدالعزیز، جګړن غلام رسول بلوچ.
دکمونستي دولت له خوا دروسانوپه مرسته ښاردهرلورې دټانګونو اوتوپونو په واسطه محاصره شو اودشوري نه په مستقل ډول دطیارو پروازونه شروع شول.
الکساندرمایورپ ی اوسنی جنرال دی لیکې: موږ دهرات دقیام کؤنکو تسلیمولولپاره دعوتي پاڼې دهلیکپترو په واسطه وشیندلې اوپاڅون کوونکو ته پکې موږ بلنه ورکړه چه تسلیم شئ مقاومت بې ګټې دی اوخپلې ددیوالو اوکورونه بهر راوغورځوی ستاسوسرمال په امن دی، دهرات خلکوهمدغسې وکړل زیاتره تسلیم شول فضا آرامه شوه، موږ (روسانو) دکمونستی بانډ مشرانونه لکه: کارمل، حفیظ الله امین ډاکترنجیب، اونورونه په کلکه وعده اولاسلیکونه واخیستل چی دهرات قیام کؤنکې که تسلیم شول نوهیڅ به ورته نه وایو، خوددې برخلاف حفیظ الله امین، دکندهاردقومندانی دقوا غټه برخه دټانکونو او زره پوښو سره هرات ته ولیږله پردې وسایلو ئې شنه اوسپین بیرغونه نصب کړل هراتیانو داسې خیال وکړچې کندهار هم قیام کړیدی اوزموږ مرستې ته راغلی دی قوا ښارته ننوتله اودښارپه خلکو ئې یرغل وکړ په ډیرلږ وخت کې دښارخلک يې وپاشل په عام قتلان ئې پیل وکړډاکتر نجیب چې په هغه وخت کې دخاد خونخوارې شبکې رئیس ؤ دمظلومو هراتیانو وژل ئې په خپل لاس پیل کړل هغه خلکو چې په جوماتونو کې پنا اخستي وه ټول ئې شهیدان کړل په کوڅو او واټونو کې دوینو لښتي روان کړل.
لنډه داچې په دغه پیښه کې ۵۰۰۰۰ پنځوس زره کسه یا ۲۵۰۰۰ پنځه ویشت زره قتل عام کړل اوپه زرګونو ئې
زخمیان کړل⑷ انالله وانا الیه راجعون
⑴البدایه والنهایه (ج۱۲ص۱۴)
⑵ البدایه والنهایه ج۲۳ص۱۶۶
⑶ التعریف بالاماکن الواردة فی البدایه والنهایهص۴۵۸
⑷ الجهادمجله ګڼه ۱۳ص۴۵

















