افغان غازي
د اوسني دور ډير مسلمانان د جهاد غوندې مسئلو سره عاطفي برخورد کوي. مثلا، وايي نوره جګړه بس ده، تر څه وخته به وژل کیږو؟ تر څه وخته به بي کوره یو، تر څه وخته به غمونه ګالو او.. او.. او …
دا ټولې خبرې د انساني عاطفې څخه سرچینه اخلي، ځکه خو د (اصول الفقه) علماء وايي چې جهاد قبیح لنفسه او حسن لغیره عمل دی، یعنی د خپل ذات او اصل له مخې بد او د غیر یعنی د اعلاء کلمة الله له وجهی ښه غوره عمل دی.
د دې لپاره چې د جهاد په اړه په لنډ ډول پوه شو، لازمه ده چې په دې اړه صرف د الله تعالی حکم ته غاړه کیږدو.
لوی الله، چې ټول مخلوق يې عیال بلل شوی، له هر چا زیات په خپل مخلوق مهربانه دی، له هر چا زیات د امورو په عاقبت عالم او خبیر دی.
هغه ذات مؤمنانوته د جهاد د فرضیت او په دې لاره کې د زړه نازړه نه کیدو په اړه داسې فرمايي:
(كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللَّـهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿البقرة: ٢١٦﴾
ژباړه: پرتاسو جهاد فرض کړل شوی، په داسې حال کې چې دا جهاد تاسو ته بد (ناخوښه) ښکاري، (خو) ډير ځله تاسو یو شی بد ایسوئ، په داسې حال کې چې هغه ستاسو په ګټه وي، او ډير ځله بیا تاسو یو شی خوښوئ خو هغه بیا ستاسو لپاره شر او بد وي. (په دې اړه یواځې) الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ.
په پورته آیت شریف کې د جهاد په اړه الله تعالی بندګانو ته وايي چې تاسو د جهاد په عاقبت او خیر نه پوهیږئ بلکې الله تعالی، چې دغه جهاد يې پرتاسو لازم کړی، هغه په هرڅه ښه پوهیږي. یعنی جهاد د الله تعالی په علم کې ستاسو په خیر دی، او که مو جهاد ونه کړ، بیا به تاسو په زیان کې واقع شئ.
نور که دلته له اضافه جزئياتو تیر شو، د یو مسلمان په ډول چې د الله تعالی ټولو امرونو ته امتثال لرو او پرځان يې بې له چون او چرا څخه منو باید جهاد له خپلو ټولو مشقتونو او تکالیفو سره ومنو او ويې کړو.
د جهاد د انجام، بریا او یا ناکامۍ په اړه موږ الله تعالی نه یو مکلف کړي، او نه هم په دې مکلف یو چې جهاد به تر یو معین وخت پورې کوو که ډير وځنډيد بیا به بله لاره نیسو.
نه، که څوک ځان مسلمان بولي، د شریعت څخه خبر وي، په الله تعالی او د هغه په عالمیت، قادریت، نصرت او وعدو یقین لري د هغو لپاره د جهاد په دوام او مشقاتو کې هيڅ باک نشته، هغوی جهاد د مسئولیت د رفعې لپاره کوي، په جهاد کې د هغوی نیت صرف د اعلاء کلمة الله او د الله تعالی رضا وي.
داچې نن سبا طالبان د جهاد په لاره کې تر بل هرچا زیات ستړي شوي، ځپل شوي، زمانمن شوي، بې کوره شوي، بندیان شوي، د کورنۍ غړي او خپلوان يې له لاسه ورکړي، د کفارو له سختو بې رحمه بمبارونو، چاپو، وحشتونو او تعدا سره مخ شوي، بل څوک نه دي مخ شوي، خو داچې بیا همدا ځپل شوې ډله د جهاد په دوام ټینګار کوي او یو بلیست له خپل موقف څخه پر شا نه ځي، علت دادی چې د دوی د جهاد هدف او غایه معلومه ده.
دوی د جهاد په جریان سره له مخلوق سره کومه معامله نه لري، بلکې د خالق جل جلاله سره يې معامله ده، د هغه سبحانه وتعالی رضا يې هدف او هیله ده، د الله تعالی پاره ځان، مال، خپلوان او ټول ژوند قربانول يې آرمان دی، نو ځکه يې څوک له خپلې ارادې نشي راګرځولی.
زما د پورته خبرو په مطلب هغه خلک په آسانۍ سره پوهیدلی شي چې د الله تعالی په ذات او صفاتو باندې ایمان ولري او د الله تعالی په اطاعت ځان ملتزم وبولي.
البته د نفاق مریضان چې نه غواړي د الله تعالی امر ته غاړه کیږدي ، هغوی بیا په ښکاره او له ډاره نشي ویلي چې (العیاذبالله) نه الله منم اونه يې حکم منم بل کې صرف ژوند کول غواړم او د ګيډې مړول او نفس سړول مې مقصد دی، هغوی نو دلته تأویلات کوي، خبرې اړوي را اړوي، دلائل تراشي او غواړي لمر په دوو ګوټو پټ کړي.
که تاسو دقیق شئ دا ډول خلکو په تیر اوولس کلن جهاد کې هيڅ ډول ځان نه دی ستومانه کړي، بلکې له هغه اول سر څخه د جهاد مخالف وو او بیابه هم وي، ځکه دوی متمردین دي او نه غواړي د الله تعالی تابع او مطیع بنده ګان ووسي.
نو ځکه د داسې خلکو، خبرې، وړاندیزونه، عاطفي غوښتنې او هیلې د شریعت له احکامو سره تضاد لري او باید ارزښت ورنه کړل شي.


















