شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

که طالبان وغواړي!/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
فبروري 25, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
635
ځلې شریک شوی
135
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ملگرو ملتونو یو موټر د طالبانو له اجازې پرته له کابل نه، نه شي وتلی، د هرې نړیوالې موسسې کار او چارې د طالبانو له اجازې پرته نه شي پیل کولی، هرې ولسوالۍ ته د خیریه موسسو تگ د طالبانو له اجازې پرته امکان نه لري او هره نړیواله موسسه د حکومت نه لومړی له طالبانو سره مشوره کوي او بیا خپل فعالیت پیلوي.

دوی د حکومت په نسبت طالبانو ته ترجیح ورکوي؛ ځکه د حکومت ژمنې نړیوالې دي؛ خو په عمل کې بیا صفر وي. حکومت ډېری وخت بهرنیو پانگه‌والو ته ډاډ ورکړي، چې په افغانستان کې پانگونه وکړئ؛ خو تېره اوونۍ په کندهار کې جنرال رازق هغه سوداگر وواژه، چې له امریکا نه د پانگونې په موخه کندهار ته راغلی و. حکومت دغه ژمنه هم هوايي شوه او له دې وروسته به هېڅ افغان او بهرنی پانگه‌وال زړه ښه نه کړي، چې په افغانستان کې پانگونه وکړي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تېر کال د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د ټاپي د لومړیو کارونو امنیت طالبانو نیولی وو او د دواړو هېوادونو چارواکي بې غمه هغه ځای ته ولاړل او د نل لیکې سیمه یې له نږدې ولیده. ترکمنستان د ټاپي په اړه له حکومت ډېرې خبرې به له طالبانو سره کړې وي او د هغوی له اجازې پرته هېڅکله هم دغه پروژه نه پرانیستل کېده. ځکه ترکمنستان پوهېږي، چې دغه نل لیکه د طالبانو په سیمه کې تېریږي او که چېرته دوی اجازه نه وی ورکړی، نو دغه پروژه به څو کاله نوره هم ځنډېدلی وی.

د تېرې جمعې په ورځ د ټاپي پروژې پرانیسته وشوه. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې له دې پروژې بشپړ ملاتړ اعلان کړ. د طالبانو له اعلامیې وروسته بېلابېل غبرگونونه وو. ځینو د طالبانو دغه کار وستایه؛ خو ځینو عًقده منو بیا ویل، چې طالبانو ځکه د ټاپي څخه ملاتړ اعلان کړ، چې د پاکستان گټه پکې ده؛ خو دې ته یې پام نه و، چې د دغې پروژې بنسټ اصلاً د طالبانو په وخت کې کېښودل شو او شل کاله وروسته یې پرانیسته وشوه.

د ټاپي پروژې پر مټ د ترکمنستان غاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي. دغه نل لیکه د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې تېریږي او دغه ولایتونه هغه سیمې دي، چې طالبان پرې بشپړ حضور لري؛ نو د طالبانو له اجازې پرته د ټاپي پیل کول له امکانه لرې خبره وه/ ده.

طالبانو له دې وړاندې په هېواد کې د ټولو ټولگټو پروژو څخه ملاتړ اعلان کړی وو. اوسمهال چې کومې لویې پروژې روانې دي، دا ډېرې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې تېرېږي او هېڅ شرکت د طالبانو له لاسلیک پرته د دوی په سیمه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

اوس هم د ډېرو پروژو ساتنه او څارنه طالبان کوي او د حکومت په پرتله د طالبانو کارونه ډېر شفاف او له درغلیو پاک وي؛ ځکه طالبان په پروژو کې ښه کار او کیفیت ته لومړیتوب ورکوي؛ خو حکومتي چارواکي بیا یوازې د خلکو په سترگو کې خاورې اچوي او پیسې په جېبونو منډي. په تېرو څو کلونو کې داسې پروژې حکومت پرانیستلې، چې یوه اوونۍ وروسته یې هر څه له منځه تللي وو.

له ټاپي ملاتړ د طالبانو مسوولیت وو، چې دغه مسوولیت یې په خورا ښه شکل سره تر سره کړ؛ ځکه طالبان هم افغانان دي او په افغانستان کې د اسلامي نظام راوستل، ازادۍ او پر ځان بسیا افغانستان لپاره مبارزه کوي.

عُقده یان تل هر کار ته د منفي لیدلوري گوري او دوی په ژوند کې مثبت کار نه کوي او نه مثبت نظر لري. که طالبان وغواړي په سبا د دې پروژې مخه نیولی شي؛ خو نه د طالبانو سینه د دوی پر وړاندې ډېره پراخه ده.

ټاپي د ټول هېواد پروژه ده او گټه به یې ټولو هېوادوالو ته رسېږي. د دې پروژې په بریالیتوب کې باید ټولې خواوې پوره اخلاص وکړي او پرېنږدي، چې دغه پروژه د امریکايي گټو قرباني شي؛ ځکه له دې پروژې امریکا ته هېڅ گټه نه رسېږي او امریکا هېڅکله داسې کارونو ته اجازه نه ورکوي.

لوی ټکي: ټاپيحکومتله لویو پروژو د طالبانو ساتنهمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

جهاد د انساني عاطفې غوښتنه نه؛ بلکې د الله تعالی امر دی

بل مطلب

د اوبواو انرژۍ وزير: ارګ د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له ګډون څخه منع کړی وم

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com