د سمون او بدلون شبکه: اشرف غني دې د طالبانو ابتکار ځان ته نه منسوبوي
دا نړۍ ته څرګنده ده چې د ټاپي پروژه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل لاسلیک کړه او د اشرف غني تر ادارې هغوی ډیر د دې کار بشپړولو ته لیواله وو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۶ فرید افغان)
نن د سمون او بدلون شبکې فعالانو په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه چې؛ د ټاپي پروژه ۲۳ کاله وړاندې طالبانو طرحه کړې وه او دا دهغوی ابتکار دی، چې په وینایي اشرف غني حق نه لري دا ابتکار ځان ته منسوب کړي.
د دې شبکې رئیس «محمد سنګر امیرزاده» وویل؛ د اساسي قانون تر مخه باید په راتلونکې جون میاشتې کې غني خپل واک پریږدي چې په خبره یې حکومت اوس هم په انتخاباتي تبلیغاتو بوخت دی او له دې پروژې هم د یو تبلیغاتي سوژې په توګه استفاده کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ حکومت له یوه پلوه د راتلونکو ټاکنو د بریا په خاطر د ټاپي پروژه خپله لاسته راوړنه معرفي کوي او له بل لوري د ټیلفوني شبکو څخه د لس سلنې محصول په خپلو ټاکنیزو پروګرامونو منډو ترړو لګوي.
د امیرزاده په خبره؛ دا نړۍ ته څرګنده ده چې د ټاپي پروژه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل لاسلیک کړه او د اشرف غني تر ادارې هغوی ډیر د دې کار بشپړولو ته لیواله وو.
د دې شبکې فعالانو وویل؛ متاسفانه اوس له رغنیزو پروژو هم سیاسي استفاده کیږي، په داسې حال کې چې په طبیعي توګه ټولې پروژې چې ترکار لاندې وي یا په پروګرام کې نیول شوې وي د واک د لیږد پر مهال له یوه ولسمشر نه بل واکمن ته انتقالیږي چې په وینا یې دا یو شرموونکی کار دی چې د نورو ابتکارات د یو حکومت مشر ځان ته منسوبوي

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د ټاپي له پروژې ملاتړ اعلان کړی دا چې د دې نل لیکې زیاته برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو تېرېږي، طالبانو یې د ساتنې، بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
طالبانو ټینګار کړی چې د دې پروژې اړوند جهتونه دې د ملګرو ملتونو او یا کوم بل نړیوال سازمان په وسیله له امریکایانو د دې پروژې د نه تخریبولو او خنډ نه جوړولو تضمین واخلي تر څو دا پروژه “د مس عینک په برخلیک اخته نه شي.”
طالبانو همداراز ویلي، “که د ټاپي پروژې د تطبیق په جریان کې کوم فساد او درغلی څرګند شي، اسلامي امارت به یې مخنیوی کوي.”



