جنرال عتیق الله امرخیل: بهرني پوځیان د مشاورینو په نوم د نورو موخو لپاره راځي

امرخیل زیاته کړه؛ امریکایان غواړي په همدې پلمه د خپلو نظامیانو تجربه د جګړو په لومړیو کرښو کې زیاته کړي،او هغوی بې له کوم خطر څخه دجګړو لومړیو کرښو ته ځي ځکه مخته یې دفاعي افغانان د طالبانو پر وړاندې سپر وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)

د پوځي چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وایي چې د بهرنیانو ډلې ډلې پوځیان چې افغان ځواکونو ته مشورې ورکولو او د هغوی د تربیې په خاطر راځي، دلته خپلې موخې او اهداف تعقیبوي .
امرخیل د تسنیم خبري اژانس ته ویلي؛ افغانستان بهرنیو مشاورینو ته هیڅ ضرورت نه لري ځکه چې په وینا یې امریکا که د هیواد په هرګوټ کې چې څه وغواړي په خپلواکه توګه یې ترسره کوي او افغان چارواکي هیڅ نه پوښتي.

امرخیل زیاته کړه؛ امریکایان غواړي په همدې پلمه د خپلو نظامیانو تجربه د جګړو په لومړیو کرښو کې زیاته کړي،او هغوی بې له کوم خطر څخه دجګړو لومړیو کرښو ته ځي ځکه مخته یې دفاعي افغانان د طالبانو پر وړاندې سپر وي.
د نوموړي په باور امریکا غواړي په دې توګه د خپلو جنګیالیو عملي جګړیزه تجربه زیاته او په راتلونکي کې ترې استفاده وکړي.
د امرخیل په خبره؛ امریکا د جنګ د پایښت هیڅ تکل نه لري او لا هم د خپلو منافعو لپاره جګړه تیزوي، چې د مشاورینو راتګ هم همدا معنا لري .
نوموړی داسې مهال داڅرګندونې کوي چې تازه د لیتوانیا د دفاع وزیر «رایمونداس کاروبلیس» ویلي چې په لنډ راتلونکي کې به د جګړو لومړیو کرښو ته د افغان ځواکونو د سوق او مدیریت په موخه یو ډله پوځیان په راتلونکې میاشت کې افغانستان ته واستوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button