کابل: د مارشال فهیم په پوځي پوهنتون کې چورلکې له پرواز څو شیبې وروسته سقوط وکړ
د رصد خبري اژانس په حواله؛ د الوتکې عمله ټول بهرني نظامیان و، خو په هکله یې نور جزئیات ندي ورکړل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)
د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې نن مازدیګر مهال دمارشال فهیم په پوځي پوهنتون کې یوه چورلکه د پرواز څخه څو شیبې وروسته سمدستي را پریوته.
د دې وزارت ویاند دولت وزیري وایي؛ د الوتکې عمله خارجي اتباع و او په وینا یې چې ۵ تنه سخت ټپیان دي.
وزیري ویلي؛ الوتکه د یو خصوصي شرکت اړوند وه.
پر همدې مهال د ناټو ځواکونو یو ویاند تام ګریسباک رسنیو ته ویلي چې؛ الوتکه د ناټو ځواکونو اړوند نه وه او نه هغوی ته پکې کوم زیان اوښتی.
د ناټو ویاند د الوتکې د سقوط د لامل په هکله هم څه نه دي ویلي.
د رصد خبري اژانس په حواله؛ د الوتکې عمله ټول بهرني نظامیان و، خو په هکله یې نور جزئیات ندي ورکړل شوي.
ځینو رسنیو د دولتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې، د ۵ تنو ټپیانو له ډلې یې د دو تنو حالت نازک دی.



