روزګان: د طالبانو کمين کې د يو قومندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۴) د کندهار- روزګان په لويه لاره د طالبانو په کمين کې د يوه قومندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.
د روزګان ولايت يوې سرچينې ازادي راډيو ته ويلي، طالبانو د زړې تاڼې په سيمه کې پر پوليسو بريد کړی او په ترڅ کې يې د قومندان ګلالي په ګډون دوه پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، قومندان ګلالي په سيمه کې د درې پوستو مشري په غاړه لرله او غوښتل يې چې د کندهار ولايت څخه بېرته خپلې دندې ته ولاړ شي خو د طالبانو له کمين سره مخ شو.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دې بريد کې د پوستې قومندان ګلالی او ورسره پنځه عسکر وژل شوي او د هغوی سرف موټر په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.



