(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۴ فرید افغان)
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا وایي؛ د ټاکنو ځنډ د مختلفو لاملونو له کبله منځ ته راغلی او لا هم دقیقه نیټه په لاس کې نه لري چې ټاکنې به څه وخت به ترسره شي.
د یاد بنسټ د څار مسؤل محمد حسن وفايي رسنیو ته ویلي؛ په ټاکنو کې بهرني سفارتونه مداخله کوی او دا بهیر یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.
نوموړی د بې کفایته چارواکو ګمارنه هم تائیدوي او زیاتوي چې د دې بهیر د پیل په مخ کې یو خنډ هم د چارواکو کمزوری مدیریت دی چې د ولسي جرګې د غړو له خوا د جدي ستونزې په توګه ښودل شوی دی.
فیفا وایي؛ د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې ترسره شي خو په وینا یې چې د ژر پیل اټکل نه کوي.
فیفا د ولسي جرګې د وکیلانو له قوله وایي؛ د پارلماني ټاکنو دپیل په مخ کې لوی خنډ افغان حکومت هم ده چې په یوه او بله پلمه غواړي ټاکنې وځنډوي.


















