د ترکیې ولسمشر له ناټو هېوادونو ګیله کړې ده چې د عفرین په عملیاتو کې مرسته نه ورسره کوي.
رجب طیب اردوغان پرون خپلو ملاتړو ته په وینا کې وویل چې ترکیې د ناټو په غوښتنه بېلابېلو هېوادونو ته خپل سرتېري ولېږل خو په بدل کې یې هیڅ کومک ترلاسه نه کړ.
نوموړي وویل، ”ناټو تاسې چیرې یاست؟ موږ ستاسې د غوښتنې په ځواب کې افغانستان، صومالیا او بالکان ته ولاړو. اوس زه له تاسو غوښتنه کوم، راځئ سوریې ته ولاړ شو. تاسې ولې نه راځئ؟“
ترکیې د تیرې جنوري میاشتې په ۲۰مه د عفرین په سرحدي سیمه کې د ”زیتونو ښاخ“ په نامه د کردي ملېشو یا YPG پر ضد پوځي عملیات پیل کړل. په دې عملیاتو کې د سوریې د رژیم مخالف وسله وال هم د ترکیې ملاتړي دي او جګړه کوي.

اردوغان د ناټو اتحاد له هېوادونو غوښتنه وکړه چې د عفرین په عملیاتو کې یې مرسته وکړي، ځکه ”همدا اوس د ترکیې پولې تر ګواښ لاندې دي.“
ترکیه YPG ته د یوې ترورستې ډلې په سترګه ګوري، خو د ناټو متحد امریکا د داعش پر ضد د دې ملېشو ملاتړ کوي.
د سوریې څارونکې ډلې وايي چې ترکي ځواکونه د څو اونیو له جګړو وروسته د عفرین ښار څنډو ته رسېدلي دي.


















