همايون همایون د ولسي جرګې د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۰) نن د ولسي جرګې د لومړي مرستيالۍ لپاره ټاکنې وشوې چې همايون همایون او نذيراحمد احمدزی پکې نوماندان و چې همايون همایون پکې د ۱۱۰ رايو په اخيستلو سره د ولسي جرګې مرستيال بریالی شو.

همايون له خپلې بريا وروسته وويل چې حکومت، امنيت شورا او نورو امنيتي ارګانونو ډېرې هڅې وکړې چې دی د لومړي مرستيالۍ ته کامياب نه شي خو ويې ويل چې دوی ته شرم پکار دی چې د مقننه قوې په چارو کې د لاسوهنې هڅې کوي.

د دوهمې مرستيالۍ مقام لپاره محمد عبدو او عبيد الله کليمزی نوماندان شوي و خو يو يې هم پوره رايې ترلاسه نه کړای شوې.

او د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره محمد يوسف صابر او میرداد نجرابی نوماندان و چې دواړو ټاکلې رايې وانخستې او د دې دواړو څوکيو لپاره به بيا ځلې ټاکنې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button