کندهار: ځایي خلک وایي؛ حکومت په چاپه کې ۸ کلیوال وژلي، حکومت ټول وسلوال طالبان بللي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۱ فرید افغان)

د سيميزو سرچینو د خبر ترمخه؛ تیره شپه ګډوځواکونو د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند دسره بغل سیمه کې چاپه ووهله چې له کبله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتهې.

‏د کندهار امنیتي مسوولین وایی،په دې چاپه کې یې ددولت ۱۵ وسله وال مخالفین وژلي او ګڼ نور یې له ځانه سره وړي.
خو دسیمې خلک بیا ټول په نښه شوي کسان ولسي وګړي بولي او زیاتوي چې؛ په دې عملیاتو کې د یو ماشوم په ګډون ۸ کلیوال وژل شوي او ګڼ نور د بندیانو په توګه وړل شوي دي
حکومت همداراز ادعا کړې چې په دې چاپه کې یې د طالبانو یوه حویلۍ او ۱۳ چارج شوي کاریزونه هم له مینځه وړي .

د سيميزو سرچینو په اساس دولتي ځواکونو د بهرنيانو په ملتیا د کلیوالو ۱۲ عرادې موټر سیکلونه هم سوځولي دي.
طالبانو دا پيښه د ولسي خلکو پر وړاندې لوی جنایت بللی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button