شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبانو نړيواله پوسته هم فتحه کړه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 11, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
540
ځلې شریک شوی
104
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تميم توفيق

په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې امريکايانو او ايتلافيانو يې په افغانستان له يرغل مخکې او بيا له اشغالولو وروسته تر ۲۰۱۷م کال پورې د خپل ټول وس په کارولو سره د طالبانو اسلامي تحريک او افغانستان کې د دوی حاکميت د نړۍ لپاره د ستر خطر معرفي کولو هڅې کولې، چې ډيری نړيوال يې په خپلو خبرو قانع کړي هم و او د ګوتو په شمير خلکو ورسره د نظامي ځواک د مقابلې توان نه لرلو له امله د هو سر ښورولی و.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

امريکا او متحدينو يې د دې کار لپاره د نظامي ځواک په کارولو سربېره رسنيز ځواک هم په ټول قوت سره استعمال کړ، ګڼې نړيوالې او کورنۍ غږيزې او بصري رسنۍ يې استخدام کړې او په زيات تعداد کې يې په کور د ننه نوي رسنيز مراکز د همدې موخې د ترلاسه کولو په پار فعال کړل.

د طالبانو په وړاندې د امريکا او ناټو په نظامي ځواک علاوه دغه لويه پوسته هم پرته وه، چې فتحه کول يې د ظاهر بينو په باور د چا د وس کار نه وي، خو لکه څنګه چې طالبانو د هيواد په مختلفو سيمو کې د امريکا، ناټو او داخلي نظامي ځواکونو پوستې او قرارګاوې فتحه کړې او د راپورونو په اساس ۷۲ سلنه خاوره يې تر خپل کنترول لاندې راوستله او د اشغالګرو په شمول يې کورني ځواکونه په خپلو پوځي مرکزونو کې محاصره کړل، بلاخره يې دا دی دغه نړيواله پوسته هم فتحه کړه.

طالبان بالاخره وتوانيدل چې نړيوال په خپل حقانيت قانع کړي، دوی د نړۍ په هر ګوټ کې مبصرين، ليکوالان، خبرنګاران، سلامت هيوادونه او آن د امريکايي ولس په شمول دولتي چارواکي د خپل قول او علم په زور په زمکنيو واقعيتونو اعتراف کولو ته مجبور کړل.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي (کای آیيد) د خپلو ياداشتونو په بلاګ (پرايو) کې وليکل چې له امريکا سره په مخامخ خبرو د طالبانو ټينګار معقول او منطقي دی.

نوموړی وايي طالبانو له لويه سره کابل اداره په رسميت نه ده پېژندلې، په افغانستان کې د امريکا او ناټو حضور ته اشغال وايي او د مبارزې هدف يې له هيواد څخه د همدې ناټو ځواکونو په بشپړ ډول وتل دي. د کای ايد په خبره، که امريکا له طالبانو سره د سولې ميز ته حاضره نه شي، په دې اړه هر رنګه خبرې بې معنی او بې اهميته دي.

د طالبانو تاکيد ځکه منطقي دی چې د افغانستان نظامي ستراتيژي په واشنګټن کې جوړه شوې او دولت يې د امريکايانو د مداخلې په پايله کې رامنځته شوی دی.

کای آييد ليکي چې: د طالبانو حقيقت ډير بدل خلکو ته ښودل شوی و، خو واقعيت داسې نه دی، په تيرو نهوو کلونو کې زه څلور ځله توانيدلی یم چې د طالبانو له نماينده ګانو سره ووينم، زه په دې باور يم چې طالبان هيڅکله نه غواړي د ۹۰يمو کلونو تورو شپو ته وګرځي، طالبان به کله هم ونه غواړي چې له نړيوالې ټولنې ځان بېل کړي؛ ځکه دوی پوهيږي چې هيواد يې سوکالي او پرمختګ ته اړتيا لري.

دغه راز تازه په تازه رسنيو خبر ورکړی چې د امريکا د سنا مجلس د تيرې هفتې غونډې په پيل کې د افغانستان نوم يوازې څلور ځله واخيستل شو او وروسته يې بيا نوم د چا په خوله نه شو، د سياسي چارپوهانو له قراره له دې ښکاري چې د امريکا د سنا غړي په افغانستان کې چندانې دلچسپي نه لري، دوی پوهيدلي چې په يوه ناوړه او اوږده جګړه کې ښکېل دي، چې هم يې پکې ميليونونه ډالر مصرف شول او هم يې د زرګونو سرتيرو ژوند بايلود، خو ګټه يې دا شوه چې نن يې له امله ګردې نړۍ ته مختوري دي.

د دې پوستې له فتحه کيدو وروسته د امريکايي ولس او د سنا مجلس غړو په نوم د طالبانو استول شوی ليک د تصفيې په معنی و. لکه پخوا چې د امريکا په مقابل کې د طالبانو غږ چا نه اورېدلو، اوس د طالبانو په وړاندې د امريکا، ايتلافيانو او کابل ادارې غږ خپ شوی او هر د سالم عقل خاوند ورته د ګرمې ګوته نيولې.

اوس نو طالبانو ته ښايي چې نور هم مخکې لاړ شي.

په همدې هيله

مخکینې مطلب

اې د اردو عسکره نور د په ځواني لږ رحم وکړه

بل مطلب

کندهار: ځایي خلک وایي؛ حکومت په چاپه کې ۸ کلیوال وژلي، حکومت ټول وسلوال طالبان بللي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com