امريکا: نيويارک ښار کې چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۱) د امريکا په نيويارک ښار کې د يوې چورلکې د نسکورېدو پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امريکا د هوايي چلند ادارې مسئولين وايي، چورلکه د نيويارک ښار د منهاتن او کوين سيمو تر منځ د سيند په يوه ټاپو کې لوېدلې ده.

د نيويارک امنيتي مسئولين وايي، په چورلکه کې شپږو تنو شتون درلود چې دوه تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور سخت ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.

مسئولين وايي، دغې چورلکې پرون ماښام د تخنيکي ستونزې د رامنځته کېدو له امله سقوط کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button