(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)
د اسوشیتیدپرس خبري اژانس په حواله؛ د سنا په وروستۍ غونډه کې چې د خبریالانو د سوالونو د ځواب په خاطر رابلل شوې وه د افغانستان مسئله څلور ځله یاده شو، چې په څلورو واړو ځلونو کې هیڅ سناتور د دې اوږدې جګړې د د نامعلوم برخلیک ځواب ورنه کړ.
په داسې حال کې چې اونۍ وړاندې ۸۰۰ تازه دمي عسکر، الوتکې او نور نظامي توکي دې هیواد ته واستول شول.
د ملګرو ملتونو د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړي «آنتونی کوردزمن» وویل؛ دا سمه ده چې دې ستراتیژي د افغان پوځیانو په روزلو کې ښه رول ولوباوو، خو په خبره یې چې هیڅ ثبات او امنیت یې له ځانه سره نه درلوده.
نوموړي زیاته کړه؛ امریکا لا هم څرګنده اقتصادي، امنیتي او سیاسي پالیسي د افغانستان د وضعیت په تړاو نه لري.
کوردزمن وایي، عجیبه ده؛ امریکایي پوځ د ناممکنه جګړې دګټلو په خاطر قرباني ورکوي.
د امریکا د جورج واشنګټن د پوهنتون استاد «استفن بیدل» وایي؛ امریکا اصلاً هوډ نه لري چې روانه جګړه وګټي.
نوموړي وویل؛ د امریکا ولس نور په امریکایي حکومت بې باوره شوی اوښایي د مالیو له ورکړې هم انکار وکړي.
د جورج پوهنتون استاد وایي؛ د امریکایی ولس له خوا د مالیو د نه ورکړې له کبله ټرمپ مجبور دی چې یو سیاسي مانور ترسره کړي ترڅو جنګ هغه ډول چې لازم ده د ترسره کولو ژمنه وکړي.
دا امریکایي کارپوه داسې مهال د امریکا د ولس له خوا د مناسبې مالیې له نه ورکړې څخه خبر ورکوي چې میاشت وړاندې طالبانو په یوه سر خلاصي لیک کې له امریکایي ملت څخه غوښتي و، چې د افغانستان په اشغال کې دې د یو فاسد حکومت د بقا په خاطر له خپل حکومت سره دې مرسته نه کوي.
















