(کابل ټکی کام ۱۳۸۶ کب ۲۳ فرید افغان)
د سیاسي چارو افغان کارپوهان وایي؛ که حکومت د سولې او روغې جوړې ریښتونی هوډ لري، نو د دې بدمرغۍ اصلي لامل (بهرنیان) دې رامخته کړي.
سیاسي کارپوه احمدسعیدي وایی؛ د سولې په تړاو د ملي یووالي د حکومت چیغې هیڅ اساس نه لري ځکه چې په وینا یې د حکومت مشران د بهرنيانو له خوا محاصره دي.
نوموړی وایي؛ حکومت دې لومړی خپل منځي اختلافات حل او د بهرنيانو له انحصار څخه دې ځان وباسي بیا دې مخالفینو ته ژغ وکړي.
د کابل د ولایتي شورا غړی «عطاءالله فیضاني » بیا وایي؛ طالبان لوی سیاسي جریان ده له هیواد څخه د بهرنیانو د وتلو غوښتنه معقوله او پرځای ده.
نوموړی زياتوي طالبان په ټول افغانستان کې مخکښه سیاسي ډله ده چې په خبره یې؛ راونه جګړه هم د هیواد د خپلواکي لپاره ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړه؛ بهرنيانو چې په ۱۷ کلنو کې په افغانستان کې امنیت را نه وړ، تر دې وروسته یې هم نه شي راوستلي.
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني بیا وایي؛ حکومت د څو هیوادونو په انحصار کې راګير ده چې په خبره یې پاکستان، سعودي او امریکا یې د مختلفو موخو لپاره کاروي او له طالبانو ته د سولې غږ یواځې د سیاسي موخو لپاره یو سوژه ده.
















