خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
له ۶ زره ورځو راهيسې افغان وژنه دوام لري
شناند:
چې بنسټ امریکا ایښی دی
هیواد:
پر ناروغۍ اعتراف خو پر اصلي لامل نه!
شناند:
د اصلي لامل تر شا بادار لالا پټ ناست دی کنه
اراده:
د ملي شورا بل تقنيني كال پيل شو!
شناند:
تیر کال یې څه باغونه شنه کړل چی…
اصلاح:
بدلون ته اړتيا ده خو څه ډول؟
شناند:
د عمري عدالت بدلون
نیویارک پسټ:
په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو څرک نه لګېږي
شناند:
ځکه چې د نړیوال استکبار ګټه په جګړه کې ده
واشنګټن پوست:
پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل ۶ زره ورځې پوره شوې خو جګړه لا هم روانه ده
شناند:
امریکا اوس د ډانګ او پړانګ تر مینځ ده، نه ټینګیدای شي او تښتیدای شي
ویسا:
په کوېټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لویې غونډې روانې دي
شناند:
چې قدم د محمد(ص) په قدم نه ږدي ()()() هغه به څه پښتون څه مسلمان وي
آسوشیتدپرس:
امریکا علاقه یی برای پایان یافتن جنگ افغانستان ندارد
مبصر:
اګر یک تک آهنګر سر فرق ایشان وارد شود، این علاقه خود بخود پیدا خواهد شد
هیواد:
۱۷ كاله پخوانۍ پوښتنې
شناند:
چې طالبان مو ولې ختم نکړای شول؟ ولې مو قانونی حکومت جوړ نکړای شو؟ ولې مو مفسدین حاکمان وګرځول؟ ولې ۶۰٪ خاوره د طالبانو لاس کې ولویده؟ او داسې نور
اراده:
ولې د سولې هڅو ته د «رد» ځواب؟
شناند:
ځکه چې د سولې تر نامه لاندې دامونه ایښي دي
اصلاح:
افغانستان؛ روان حالت او راتلونكې اندېښنې
شناند:
افغانستان، روان حالت یې د حق او باطل مقابله، او راتلونکی یې پر باطل د حق بریا
ویسا:
د ننګرهار د اوقافو د رئيس د ترور تر شا؟
شناند:
د هغه د ناپوهۍ له امله د هغه بې واکه خوله ښوځول
پخوانى ولسمشر حامد کرزی:
بهرنيوځواكونو پرافغان خاوره د پاكستان د بريدونو پرړواند چوپتيا غوره كړې
شناند:
کرزی جانه! غوږونه دې خلاصه کړه بهرني ځواکونه ستا مزدوران نه بلکې ستا باداران دی صیبه
شماری از کارمندان جوزجان:
ولسوالی مینگجیک جوزجان در خطر سقوط قرار دارد
مبصر:
۶۰٪ مناطق افغانستان سقوط کرده مینګجیک خو یک ولسوالی است
والسټریټ ژورنال:
چين غواړي په افغانستان کې خپله ښکېلتیا پراخه کړي
شناند:
لکه د چین ډډو هم د افغان سوکانو ته زړه شوی دی
نیویارک ټایمز:
هلمند د خونړیو جګړو ډګر ګرځېدلی
شناند:
هلمند د زمریانو سرچینه، او د امریکایانو د غلا (د یورانییمو غلا) مرکز دی
هیواد:
امریکا د اسلامي حزب دوه غړي د نړېوالو ترهګرو لست کې شامل کړل
شناند:
اسلامي حزب د لکونو شهیدانو له آرمانونو تیر شو، دوه غړي خو معمولي خبره ده
معاون اول ولسی جرگه در عکس العمل له گفته های احمد ضیا مسعود:
مقامات نباید با اظهارات شان اذهان عامه را مخشوش سازند
مبصر:
مقامات دست نشانده غیر از مغشوش کردن اذهان عامه چیزی دیګر را یاد ندارند
فرانسه:
طالبان نمی توانند در جنگ پیروز شوند
مبصر:
برعکس! حقیقت امر اینست که طالبان توانستند تا مزدوران فرانسه را تا مغاره های کوه های پنجشیر محدود بسازند
آرمان:
ملي اردو اچین کې ۵ داعشیان وژلي
شناند:
خو د بادار په زر او زور او تزویر
جنرال ویلسون شوفنر:
گروه داعش بگونۀ کامل در افغانستان سرکوب شده است
مبصر:
بلی! این خو ګروه خود تان است، چیزی را که قومانده نمایید همان میشود



