کابل ټکی کام ۱۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د زابل ولایت له شاه جوی ولسوالۍ څخه همکار خبر را کوي چې نن مازدیګر د اربکیانو پر پوسته چې د عبدالرؤف او د لعلی کلي تر منځ واقع ده، د جګړې پر مهال رحمت الله نومې ماشوم د صاحبزاده ځوی چې د جومات پر لور روان وو او د جومات د دروازې په خوله کې د اربکیانو له لورې د هاوان مرمۍ ولګېده او یاد ماشوم یې شهید کړ.

خبر وایي چې یاد ماشوم د لعلی نومي کلي اوسېدونکی، پلار یې سپین ږیری او مور یې سپین سرې ده، د پلار او مور یو ځوی وو، نه یې خور او نه یې هم ورور درلود او د پنځم ټولګي زدکوونکی وو.
زمونږ د همکار دقیقې پوښتنې ښايي چې یاد ماشوم ته به مور له ډېرې مینې څخه «بدو»ویل.


















