غزني: د زردالو د پروسس مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۴) د غزني ولايتي چارواکي وايي، په دغې ولايت کې د ۳۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د زردالو د پروسس مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، په دې مرکز به ۳۶ زره ډالره لګول کېږي چې ټول لګښت يې د کرنې او مالدارۍ د وزارت او راډبپس مؤسسې له خوا ورکول کېږي.

د نوري په خبره، د دې مرکز په جوړېدو سره به باغ لرونکي خپل زردالو په ښه معيار پروسس کوي او بهرنيو هېوادونو ته به يې صادروي.

نوموړی زياتوي، د زردالو د پروسس د دې مرکز په جوړېدو سره ښايي زميندر د زردالو د لا زياتو باغونو کرلو ته مخه کړي.

د غزني ډیری خلک له کرنې، مالدارۍ او د باغونو له حاصلاتو د ژوند اړتياوې پوره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button