کابل ټکی کام ۱۷لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین
د سوريې په بېلابېلو سيمو کې د امريکا او رسي الوتکو په سخت بمبار کې له ۶۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د سوريې شمال ختيځ لور ته د «الحسکه» په څنډو کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف الوتکو په الخان کلي کې بې درېغه بمباري کړې، چې له امله يې ځينې کورنۍ په بشپړ ډول له منځه تللي.
سرچينې وايي، الوتکو په سيمه کې درنده بمباري وکړه، چې تر دې دمه يې وژل شوي نږدې ۴۰ تنه دي، چې ډېری برخه يې مېرمنې او کوچنيان دي.
بل لور ته په حلب ښار او شاوخوا سيمو کې د روسي الوتکو بمبار لږ تر لږه ۲۴ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.
ځايي سرچينې وايي، پر خلکو کورونه رانړېدلي او ورلاندې شوي دي.
همدا راز په السکري او الصالحين کليو کې د توغنديو لګېدو له امله ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د سرچینو په وينا خلک د پېښو د قربانيانو په ژغورلو بوخت دي، خو لا هم د روسيې او امريکا بمبارۍ روانې دي.


















