کابل ټکی کام فرید احمد
د اسرائیلو لمړي وزیر پرون د اسرائیلو د جاسوسي ادارې لپاره نوی مشر ټاکلی دی.
راپورونه وایي چې پرون بنیامن نتانیاهو د خپلې مشهورې جاسوسي ادارې (موساد) لپاره یوسي کوهن مشر معرفي کړ.
نتانیاهو پرون د اسرائیلو د تلویزیون له لارې په یوه وینا کې ددې مقررۍ اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې دا کار د اسرائیلو د خوندیتوب او د ترهګرو سره د ښې جګړې په موخه شوی دی.
یوسي کوهن په ۲۰۱۰ کال کې د زیاتو فلسطیني وګړو په وژنه سره شهرت ترلاسه کړ، دده په اړه ویل کیږي چې د مسلمانانو سرسخته دښمن او تر ټولو زیات افراطي یهودي دی.
یوسي کوهن له ۲۰۱۳ کال راپدیخوا د اسرائیلو د ملي امنیت شورا مشر او د نتانیاهو نږدي کس دی.


















