د فراه د امنیې قوماندان وایي؛ د ضربتي قطعې یو افسر له ګڼومهماتو سره طالبانو ته ورغلی
د فراه د امنیې قوماندان فضل احمد شیرزاد رسنیو ته ویلي چې، د ځانګړو ضربتي ځواکونو یو افسر طالبانو ته تسلیم شوی.
شیرزاد ویلي؛ یاد افسر یو ټانګ، یوه دهشکه، یو بم افګن، دوه ماشینې او ګڼ نور مهمات طالبانو ته ور وړي.
د فراه د امنیې قوماندان وایي؛ طالبانو د یاد افسر تود هرکلی کړی دی.
باید وویل شي چې طالبانو په دې ولایت کې ګڼ پرمختګونه کړي او ځانګړو کمانډو ځواکونو ته یې د سر دروند زیان اړولی.
طالبانو څو ورځې وړاندې د دې ولايت د اناردرې ولسوالۍ هم ونیوله .



